د بريتانیا محکمه: جولین اسانج دې امریکا ته وسپارل شي

WikiLeaks" founder Julian Assange leaves Westminster Magistrates Court in London, Britain January 13, 2020

د عکس سرچینه، Reuters

د لندن سترې محمکمې پرېکړه کړې چې د ويکي ليکس بنسټګر جولين اسانج دې امریکا ته وسپارل شي. سترې محمکې د بريتانيا د يوې لومړنۍ محکمۍ هغه پرېکړه لغوه کړه چې غوښتل يې جولين اسانج دې د رواني روغتيا له کبله امریکا ته نه سپارل کېږي.

خو امریکا د دې حکم پر وړاندې د استنیاف غوښتنه وکړه، امریکايي چارواکو بریتانوي قاضیانو ته د هغو اندېښنو په اړه ډاډ ورکړی چې ګواکې دی به امریکا ته په تسلیمېدو سره ځان وژنه وکړي.

اوس بریتانوي قاضیانو پریکړه کړې چې ښاغلی اسانج دې امریکا ته وسپارل شي. خو دی او ملګری یې غلي نه دي ناست. د محکمې له حکم وروسته د اسانج کوژدنې وویل چې د سترې محکمې د دې نوي حکومت پر وړاندې د استنیاف لپاره چمتوالی نیسي.

پر جولین اسانج تور دی چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې پټ اسناد په ناقانونه توګه خپاره کړي دي. د دې سندونو یوه زیاته برخه په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځي ښکیلتیا په اړه دي.

وړاندې بریتانیا کې د قضا دا اندېښنه وه چې کله اسانج امریکا ته وسپارل شي نو ښايي داسې ځای کې بندي کړل شي چې ډېر قیودات به پرې لګېدلي وي. خو امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی چې که نوموړی راتلونکې کې کوم قانوني سرغړونه ونکړه نو بند خونه کې به پرې سخت قیودات نه وضع کېږي.

خو د اسانج کوژدنې سټېلا مورېس نوی حکم خطرناک او غولوونکی بللی. دې ویلي د امریکا له خوا پر وړاندې شوي ډاډ باوري نه ده.

هغې د محکمې مخکې یوه وینا کې وویل چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې اسانج په بلمارش زندان کې و، او دی د دې په وینا له ۲۰۱۰ کال راهیسې په بېلابېلو بڼو بند کې دی او وايي دا حالت به تر کومه دوام کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د وکيلانو په وينا جولين اسانج ته په امریکا کې د ۱۷۵ کلونو بند سزا ورکول کېدی شي

د ویکي لیکس وېبپاڼې مشرې کرسټین راونسون یوه بیان کې ویلي چې د جولیان ژوند او د داسې معلوماتو په خپرولو کې د خبریالانو حق هم یو ځل بیا له خطر سره مخامخ دی چې حکومتونه او لوی شرکتونه یې د ځان په ګټه نه بولي.

د بښنې نړیوال بنسټ د اروپايي څانګې مشرې نیلز مویزنیکس ویلي د بریتانوۍ محکمې پرېکړه په امریکا او له امریکا د باندې د رسنیو ازادۍ لپاره یو لوی خطر دی او دا چې د امریکا له خوا پر ورکړل شوي ډاډ باور نه شي کېدی.

د امریکا د حکومت له خوا پر جولین اسانج اتلس تورونه لګېدلي دي. په دې ډله کې نوموړی تورن دی چې د امریکا د پوځ د معلومات بانک ته یې په ناقانونه توګه لاس رسی موندلی او د افغانستان او عراق جګړې په اړه یې پټ معلومات په ویکی لیکس وېبپانه کې خپاره کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

جولين اسانج له اووه کلونو راهيسې د ايکواډور به سفارت کې پناه اخيستې ده

اسانج وايي خپاره کړي معلومات د هغو سرغړونو په اړه دي چې د امریکا پوځ کړ ي دي. خو امریکا وايي د پټو معلوماتو په ډاګه کولو سره د ځینو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ کېږي نو ځکه امریکا له بریتانیا غوښتي چې اسانج وروسپاري.

که پر ده لګېدلي تورونه ثابت شي نو پنځوس کلن اسانج په ۱۷۵ کلونو بند محکومیدای شي. جولین اسانج لندن کې د اکواډور سفارت ته پناه یوړه او اوه کاله دننه سفارت کې وو.

نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې ونیول شو او د وړاندې شوي ضمانت نه د مخالفت په تور په نږدې یو کال بند محکوم شو. له ضمانت وروسته دی لندن کې د اکواډور سفارت ته ولاړه او هلته یې سیاسي پناه وغوښته. شي.