افغان بريتانوۍ وکيله: د کډوالو قضيو کې مرسته کوي

افغان بريتانوۍ وکيله: د کډوالو قضيو کې مرسته کوي

د بشري حقونو يوه وکيله ريحانه پوپل افغانستان کې زېږېدلې بريتانوۍ ده، چې اوس د بريتانيا قضا کې لومړۍ په خټه افغان وکيله ده.

دا له خپلو هغو افغانانو سره مرسته کوي، چې له افغانستانه په تېښته دي. په تېره بيا ژباړونکو او نورو هغوی سره چې تېر کې یې هلته له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی و.

ډېر يې اوس د بريتانويو ځواکونو له وتلو وروسته لا هم هلته پاتې دي، او جدي خطر سره د مخامختيا احساس کوي.