د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي ټوېټر هک شوی

نریندر مودی

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند د لومړي وزير دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد د لومړي وزير نريندرا مودي شخصي ټوېټر اکونټ هک شوی دی.

د لومړي وزير دفتر د يکشنبې په ورځ په يوه ټويټ کې وويل، چې "دا موضوع يې له توېټر سره راپورته کړې او اکونټ سملاسي بېرته فعال شوی او کوم ټويټونه چې په دې موده کې شوي له پامه دې وغورځول شي".

د نرېندرا مودي پر ټوټېر ليکل شوی وو چې "هند په رسمي ډول بېټکواين د قانوني کرنسۍ په توګه مني او دغه ډيجيټل اسعار يې اخيستي چې پر خپلو وګړو يې ووېشي".

د نرېندرا مودي له اکونټه د بېټکواين په اړه ټويټونه سملاسي بېرته لېرې کړل شول.

د عکس سرچینه، @NARENDRAMODI

تر دې وړاندې د نومبر په وروستيو کې د هند د ماليې وزير نيرمالاستيارامان وویل چې د رسمي اسعارو په توګه د بېټکواين منلو لپاره حکومت هېڅ وړانديز نه دی کړی.

د يادولو ده چې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې هم د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي شخصي وېبپاڼه او ټوېټر اکونټ هک شوي وو.

نرېندرا مودي پر ټوېټر له ۷۳ میليونو څخه زيات فالوران لري او د نړۍ يو له هغو څو مشرانو څخه دی چې په ټولنيزو رسنيو په دومره لوی شمېر فالوران لري.