هندۍ هرناز سندهو د کاینات ښکلا ملکه ونومول شوه

मिस यूनिवर्स

د عکس سرچینه، EPA

د ۲۰۲۱ کال لپاره د کایناتو ښکلا ملکې په توګه د هندۍ هرناز سندهو له نومول کېدو سره دوې لسیزې وروسته یو ځل بیا یوې هندۍ ښځې ته دا حیثیت ورکړل شوی دی.

۲۱ کلنې هرناز سندو د اسراییل په ایلات ښار کې دې سیالۍ کې د ۷۹ ښځو له ډلې د کایناتو ښکلې ښځې سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

نوموړې په وروستي پړاو کې د پاراګوای نادیه پریرا او د سویلي افریقا لالیلا مسوانې ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۰ کال لپاره د کایناتو ښکلې ښځې سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کوونکې اندریا میزا چې د مکسیکو اوسېدونکې ده، هرناز سندهو ته د کایناتو ښکلا ملکې تاج پر سر ورکېښود.

د وروستي پړاو پوښتنه

د عکس سرچینه، Reuters

د سیالیو په وروستۍ پړاو کې له ګډونوالو پوښتنه وشوه، چې ''په نن سبا وختونو کې به هغو ځوانو ښځو ته له ذهني فشار سره د مبارزې لپاره څه مشوره ورکوي؟ هرناز سندهو په ځواب کې وویل:

''ډېره اړینه ده، چې هغه څه سره چې په نړۍ کې پېښېږي او له نورو سره باید ځان پرتله نه شي، پر دې پوهېدل ښکلا رابښي چې پوه شو، له نورو ځانګړي یو، تر ټولو لوی فشار پر ځان د باور لړ کې دی. څه چې پېښېږي په هکله یې وغږیږئ، خپل غږ پورته کړئ، ځانته خپله لارښوونه وکړئ، زه پر ځان باور لرم، ځکه نن دلته ولاړه یم. ''

د همدې ځواب له کبله نوموړې په دریو مخکښانو کې شامله او وروسته بریالۍ اعلان شوه.

له دې مخکې د پنځو کسانو تر منځ سیالۍ کې له هرناز سندهو د اقلیمي بدلون په لړ کې پوښتنه شوې وه.

له هغې وپوښتل شول، ''ځینې خلک اقلیمي بدلون هسې تېرایستل بولي، د دوی قانع کولو لپاره به څه کوې؟ ''

هغې په ځواب کې وویل:

''کله چې طبیعت ته ګورم چې له څومره ناوړه وضعیته تېرېږي، زړه مې مات شي او دا هر څه زموږ د بې مسوولیتۍ له کبله کېږي، زه پوهېږم وخت کم دی او باید ډېر څه وشي، ځکه زموږ له فعالیتونو سره د وضعیت ښه کېدو تمه کېدای شي، یا به چاپېریال ژغورو یا به حالت نور هم ناوړه شي، زه فکر کوم د ناهیلۍ او ارمان کولو پر ځای ښه ده، چې د ورانکارۍ مخنیوي لپاره کار وکړو، او دوستانو زه نن هڅه کوم تاسې قانع کړم، زه (دې لړ کې) کوښښ کوم. ''

نوموړې درېیمه هندۍ‍ ده، چې دا سیالي ګټي. له دې مخکې ۲۰۰۰ کال کې لارا دته او په ۱۹۹۴ کال کې بیا سشمیتا سین دا سیالۍ ګټلې وې.

د یادونې ده چې په کوم کال لارا دته د کایناتو ښکلا سیالي ګټلې وه، هماغه کال هرناز سندهو د هند پنجاب ایالت کې زېږدلې.

د عکس سرچینه، Reuters

هرناز سندهو له ۱۷ کلنۍ راهیسې د ښکلا بېلا بېلو سیالیو کې برخه اخلي. نوموړې له دې مخکې د ۲۰۲۱ کال لپاره د مس دېوا سیالۍ وګټلې. ۲۰۱۹ کال کې نوموړې د ښکلا فیمینا سیالیو کې د مس پنجاب نوم ګټلی او د پنجابي ژبې دوو فلمونو کې یې هم رول لوبولی دی.