ایا د پاکستاني طالبانو له خوا د اوربند ختمولو موخه پر حکومت د فشار زیاتول دي؟
- عزیزالله خان
- بي بي سي، پېښور
پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) له يوه مياشتني اوربند وروسته په امنيتي ځواکونو، پوليسو او د پوليو ضد ټيم پر کارکوونکو د بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.
حکومت وايي که پاکستاني طالبان قانون مراعات نه کړي نو پر ضد به يې عمليات وشي.
خو په اوسني وخت کې بېلابېلې پوښتنې راپورته کېږي:
- ا يا اوس مذاکرات پای ته رسېدلي؟
- ايا د طالبانو يو اړخيز اوربند ختمول پر حکومت د فشار زياتولو په معنی دی؟
- ايا د حکومت چوپتيا دا په ډاګه کوي چې له طالبانو سره خبرې به بريالۍ شي که دوام وکړي؟
- حکومت بيا کوم لوی ګام اخيستلی شي؟
- د اروبند له پای ته رسېدو راهيسې څومره بريدونه شوي؟
د پاکستاني طالبانو د وياند په وينا د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې بريدونه شوي دي. دوه بريدونه په باجوړ، دوه په شمالي وزيرستان او يوه په ټانګ سيمه کې شوی دی.
په بريدونو کې افسران هم وژل شوي. دوه ورځې وړاندې هم د باجوړ ضلعې په سالار زو کې د وسله والو په بريد کې د دوو امنيتي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
دوه ورځې وړاندې هم د شمالي وزیرستان په ميرعلي سيمه کې د پوليسو په ګاډي بريد کې پنځه پوليس او يو لاروی ژوبل شوي وو. له دې وړاندې د خيبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې د دو جلا بريدونو ادعا شوې وه خو په رسمي توګه د دغو بريدونو پخلی نه دی شوی.
د طالبانو په اړه د اوسني حکومت دريځ
اوربند د نومبر پر نهمه نېټه اعلان شو او طالبانو د ډسمبر پر نهمه نېټه په يو اړخيز ډول د اوربند پای ته رسېدو اعلان وکړ. په دې اړه مو د حکومت د دريځ معلومولو لپاره د اطلاعاتو له وزير فواد چوهدري سره د اړيکي نيولو هڅه وکړه خو کامياب نشو.
خو د اطلاعاتو وزير د يکشنبې په ورځ يو مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا پر مهال ويلي وو، چې "که چېرې پاکستاني طالبان د قانون مطابق کار کوي نو ښه ده، که نه نو حکومت يې پر ضد عمليات کړي او بيا به يې هم کوي".
د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي څه وايي؟
د تحريک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي د اوربند د ختمېدو له اعلان لږ وروسته په يوه مرکه کې وويل چې "دوی هېڅکله له خبرو انکار نه دی کړی او دا د دوی د شرعي سياست برخه ده".
نوموړی وايي، په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی، وسله واله مبارزه به دوام وکړي او که خبرې بريالي کېږي، راتلونکې کړنلاره به وروسته اعلان کړي.
سرچينې بيا وايي چې خبرې ناکامې شوې خو يو څه پرمختګ هم شوی خو په ناڅاپي ډول ټي ټي پي په يوه اړخیزه توګه د اوربند ختمېدو اعلان کړی.
ايا د اوربند پای ته رسېدل پر حکومت د فشار د زياتولو په معنی دي؟
په اوسني حالت کې بېلابېل اټکلونه کېږي. خبريال محمود جان بابر وايي چې په اصل کې د داسې ډلو يوزانۍ وسله د هغوی وسله وال فعاليتونه دي چې له دې لارې له حکومت سره خبرې اترې کولی شي.
نوموړی وايي، هغه مهال چې افغان طالبان له امريکا سره د خبرو په حال کې وو، په وروستيو ورځو کې تاوتريخوالی زيات شو تر څو پر امريکا فشار زيات کړي چې د دوی غوښتنې ومني.
د نوموړي په وينا په اوسنيو حالاتو کې هم داسې ښکاري چې د اوربند ختمولو او د وسله والو عملياتو د پيلولو موخه ښايي پر حکومت د فشار زياتول وي.
پخوانی سفير ایاز وزير بيا وايي چې د خبرو پر اصلي واقعيت نه پوهېږي چې دا خبرې چېرته کېږي او څوک يې تر سره کوي خو وايي يوه خبره روښانه ده چې دا له افغانستان سره تړاو لري. که په افغانستان کې وضعيت ښه شي او سوله راشي نو دلته ورسره هم حالت ښه کېږي.
دلته دا خبره هم مهمه ده چې افغان طالبان د پاکستان او پاکستاني طالبانو تر منځ په خبرو کې د منځګړي رول لوبوي خو په تېرو څو ورځو کې د افغان طالبانو له لوري په پاکستان کې د حکومت او نظام په اړه څرګندوې شوې دي.
بلخوا د افغان طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې پاکستاني طالبانو د دوی تر اغېز لاندې نه دي، نوموړي دا څرګندونې د مفتي نور ولي له هغه بيان وروسته کړې چې ویلي يې وو، پاکستاني طالبان د افغان طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
د پاکستان سولې مطالعاتو د انسټييټوټ مشر محمد عامر رانا بي بي سي ته وويل، تراوسه د خبرو په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکړل شوي خو داسې نښې شته چې خبرې په يوه کچه روانې دي. نوموړي وويل دا هم ويل کېږي چې پر حقاني شبکه تر ډېرې اندازې د منځګړي په توګه تکيه کېږي خو دريځ دا دی چې پاکستان د خبرو پيلولو کې په بيړه کې و او اوس داسې ښکاري چې د مناسب وخت په انتظار دی.
نوموړي وويل چې په طالبانو کې د ننه داسې ډلې شته چې د خبرو ملاتړ نه کوي او دا اړينه نه ده چې په خبرو کې ټول ښکېل کسان دې خبرو ته راضي شي.
عامر رانا وايي، که چېرې حکومت دا مسله پارلمان ته وړې وی او سياسي هوکړې ته رسېدلي وی نو د ښې پايلې تمه کېدی شوی.