هند کې د کورونا اومېکرون بڼې خلک اندېښمن کړي
هند کې د کورونا اومېکرون بڼې خلک اندېښمن کړي
په هند کې د کورونا وبا نوې بڼې اومېکرون لسګونه پېښې موندل شوي دي. دا هغه هېواد لپاره نوی خطر دی چې د روان کال په سر کې د کورونا وبا دویمې څپې ډېر وځاپه.
رغتونونه ډک و او خلک د روغتیايي اسانتیاو د نه درلودو له امله مړه شول.
اوس د هند د بالغو خلکو څه باندې نیمايي یې پوره واکسین شوي دي خو کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې دغه هېواد اوس هم په خطر کې دی.
زموږ د هند خبریاله یوګیتا لېمایې رپوټ لري. پام مو وي چې په دې رپوټ کې ځینې برخې شته چې تاسې به خپه کړي.