امريکا کې توپانونه: د مړو شمېر ۹۴ ته رسېدلی

امريکا کې توپانونه: د مړو شمېر ۹۴ ته رسېدلی

لږ تر لږه، ۹۴ کسان په امریکا کې له ویجاړونکي توپان او بوړبوکۍ وروسته مړه شوي او لسګونه نور ورک دي. توپان د جمعې پر ورځ د امریکا پر جنوب ختیځ ایالتونو ورغی.

اوس په ژوندیو پاتې شویو پسې لټون روان دی. ژغورونکې ډلې وايي له ډېرې ویجاړۍ سره مخامخ دي.

زموږ خبریاله، نامیه اقبال، په کنټاکي کې له مېفیلډ سیمې نور جزییات لري.