په ټایر کې د تمساح بنده غاړه ازاده شوه

په ټایر کې د تمساح بنده غاړه ازاده شوه

اندونیزیا کې د حیواناتو یوه مرستندوی کارکوونکي شپږ کاله وروسته د موټر سایکل هغه ټایر پرې کړ، چې د یوه تمساح تر غاړې تاو و. تیلي چې د ډېری اندونیزیایانو په څېر یوازې یو نوم لري، له څو شپو – ورځو هڅو وروسته وتوانېد دا تمساح ونیسي، په غاړه کې پروت ټایر یې پرې کړي او بېرته یې اوبو ته خوشی کړی.