فرانسه کې ټاکنې: د مسلمانو وګړو نظرونه څه دي؟
فرانسه کې ټاکنې: د مسلمانو وګړو نظرونه څه دي؟
د فرانسې اوسنی ولسمشر اېمنول مکرون او د ښي اړخي ګوند سیاله یې، مرېن لپېن د یکشنبې پر ورځ، د ولسمشرۍ د ټاکنو له دویم پړاو وړاندې، نن په یوه تلویزیوني بحث کې برخه اخلي چې خپل ولس ته خپله کورنۍ او بهرنۍ تګلاره روښانه کړي.
دې ټاکنو لپآره د کمپاین پر وخت تودې موضوع ګانې اقتصاد او د ژوند د ورځني توکو د بیو لوړوالی وو. خو د هغو کسانو شمېر هم په ډېرېدو دی چې په هېواد کې د سیکولریزم، اسلام او کډوالۍ ضد رامنځته شوې فضا له امله ځان ګوښه احساسوي او له سیاست یې مخ اړولی دی.
په اړه یې، د بي بي سي نورا فقیم په لندن او پاریس کې د یو شمېر فرانسوي مسلمانانو تجربې اورېدلي دي.