کرزى پاکستان ته په دوه ورځني سفر ورسيد

کرزى
Image caption کرزى د پاکستان له واکمن گوند سره ښې اړيکي لري

ولسمشر حامد کرزى پاکستان ته په دوه ورځني سفر د چارشنبه په ورځ ورسيد .

پاکستاني چارواکي وايي په دغه سفر کې به افغان ولسمشر له پاکستاني چارواکو سره د اسلام اباد او کابل ترمنځ د همکارۍ او د ترهگرۍ پر ضد د جگړې په برخه کې له يو بل سره د مرستې په تړاو خبرې وکړي .

په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت وايي چې ولسمشر کرزى به له خپل سيال اصف علي زرداري او له لومړي وزير يوسف رضا گيلاني سره د خپل سفر په ترڅ کې وگوري .

له ښاغلي کرزي سره د پاکستان د واکمن پيپلز گوند د تودو اړيکو د نښې په توگه اسلام اباد ته په رسيدو ولسمشر حامد کرزي ته د ٢١ توپونو سلامي وشوه، د دواړو هيوادونو ملي سرود وغږيدۀ او ماشومانو افغان مشر ته د گلونو گيډۍ وړاندې کړه .

له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې ٤٥ کسيز پلاوى هم مل دى چې د بيلا بيلو وزارتونو وزيران او د ولسمشر سلاکاران پکې شامل دي .

د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته

تير کال د ولسمشرۍ د ټاکنو تر بيا گټلو وروسته دا پاکستان ته د ښاغلي کرزي لومړنى سفر دى .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي له دې سفر سره به د دوى په وينا د دواړو وروڼو هيوادونو اړيکي لا ټينگې شي .

ولسمشر کرزى تر هغه وروسته پاکستان ته ولاړ چې د ورځې له خوا يې په کابل کې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد سره وليدل .

ايران د افغانستان له نړيوالو ملاتړو ، په ځانگړې توگه له متحدو ايالاتو سره ښې اړيکي نه لري خو پاکستان بيا له لويديځ سره د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې خورا نژدې بلل کيږي .

ورته مطالب