د الازهر شيخ محمد سيد طنطاوي ومړ

طنطاوي
Image caption طنطاوي نژدې پنځلس کاله د الازهر شيخ و

د الازهر شيخ محمد سيد طنطاوي د زړه د حملې له امله ومړ .

نوموړی د سعودي عربستان رياض ښار ته تللی و چې د زړه ناڅاپي حمله پرې راغله او ومړ .

د مصر رسمي خبري رسنيو ويلي چې "د الازهر شيخ محمد سيد طنطاوي د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان پلازمېنه رياض کې د زړه د ناڅاپي حملې له امله له 81 کلونو ژوند وروسته ومړ . "

نوموړی د تېرې سه شنبې په ورځ رياض ته تللی و چې د ملک فيصل د نړيوالو جوايزو د وېش په مراسمو کې ګډون وکړي .

په قاهره کې د بي بي سي خبريال وايي چې پر شيخ طنطاوي هله حمله راغله، کله چې د رياض هوايي ډګر ته خپل هېواد مصر ته د ستنېدا په حال کې و، چې سملاسي روغتون ته ولېږدول شو، چې ژر يې خپله ساه ورکړه .

طنطاوي يوه سلا کار عبدالله النجار ويلي نوموړی د زړه د ناڅاپي حملې له کبله ومړ، خو وړاندې د هغه روغتيايي حالت ښه و .

طنطاوي له 1996 راپدېخوا د الازهر شيخ و ، او تر هغه مخکې د الازهر شيخ جاد الحق علي جاد الحق و .