د عراق د ټاکنو د پايلو پر سر اختلافات

عراق
Image caption د ښاغلي علاوي په مشرۍ د العراقيه ايتلاف استازي د ټاکنو په ورځ د پراخو درغليو خبرې کوي او وايي چې د ټاکنو مسوولينو په درغليو کې لاس درلود.

بلخوا د رايو د شمېرلو د بهير په اړه ځينو ګوندونو شکايتونه کړي، او دغه راز د درغليو رامنځ ته کېدو ادعا وې هم شوې دي .

په وروستيو کې د عراق لومړي وزير نوري المالکي د بغداد په دوو شيعه مېشتو ولايتونو بابل او نجف کې زياتې رايې ګټلې .

خو د هغه عمده سيال او پخوانی لومړی وزير اياد علاوي په دوه شمالي ولايتونو يعنې ديالا او صلاح الدين کې مخکې دی، خو دواړو ته تمه دا وه چې په دغو سيمو کې زیاتې رايې ترلاسه کړي .

دا د پايلو لومړنۍ شمېرې دي او لا هم زيات شمېر رايې پاته دي چې وشمېرل شي .

داسې زياتې تمې او هيلې وې چې تر دمه بايد د رايو د زياتې برخې پايله اعلان شوې وای، چې همدې کار د رايو د شمېرلو په اړه ځينې پوښتنې راولاړې کړې دي .

د ښاغلي علاوي په مشرۍ د العراقيه ايتلاف استازي د ټاکنو په ورځ د پراخو درغليو خبرې کوي او وايي چې د ټاکنو مسوولينو په درغليو کې لاس درلود.

د ټاکنو کميسيون وايي د درغليو په تړاو د ورسېدلو شکايتونو په اړه به پلټنې وکړي، خو دا هم وايي چې د 80 ګوندونو د 6000 نوماندانو د رايو شمېرل يو ستړی کوونکی کار دی .

نو لا تراوسه نده معلومه چې آيا ګوندونه د درغليو په اړه څرګندونې د تاکتيک په توګه کاروي او يا هم ډله ييزې هڅې کوي چې د رايو شمېرل اغېزمن کړي .