مصر کې د راتلونکو ټاکنو پر سر بحث

حسني مبارک
Image caption په مصر کې د یوه نوي ځای ناسي خبرې په داسې حال کې راپورته شوي چې ولسمشر حسني مبارک په جرمني کې د مثانې تر عملیات وروسته د روغېدو په حال کې دی .

په مصر کې د مخالفو ګوندونو استازي سره راغونډ شوي چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه بحث وکړي .

مصر ته د ملګرو ملتونو د اتمي سازمان د پخواني مشر محمد البرادعي تر ستنېدو وروسته په هغه هېواد کې د اصلاحاتو غوښتنې راپورته شوې دي .

زیاتره کسان ښاغلی البرادعي ته د مصر د راتلونکي کال په ټاکنو کې د یو ځواکمن نوماند په سترګه ګوري .

د مصر جمهور رییس چې له دېرشو کلونو راهیسې د مصر ولسمشر پاتې شوی، اوس په آلمان کې دی او د جراحۍ تر یوه عملیات وروسته یې روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی .

د خبرو وروستۍ دوره چې د دموکراسۍ په راتلونکې باندې راټولې شوې، په مصر کې د سیاسي پېچلي حالت څرګندونه کوي .

د وفد، تاګامو او ناصریست او دیموکراتیکه جبهه چې د مخالفو ډلو په توګه پېژندل شوي په دغو خبرو کې ګډون لري . خو دغه ګوندونه کمزوري او د خلکو له لږ ملاتړ څخه برخمن دي .

د اوسنیو مقرراتو له مخې هغه کسان چې په پارلمان کې استازي لري کولای شي یو تن د خپل مشر په توګه وپیژني چې وکړای شي خپل ځان د ولسمشر په توګه کاندید کړي .

ښاغلی البرادعي چې د ملګرو ملتونو د اتومي ایجنسۍ د مشرتابه کار تر پایه وروسته ، تېره میاشت بېرته مصر ته ستون شوی ، ظاهرآ یې د ګڼ شمېر مصري ځوانانو ملاتړ ترلاسه کړی دی .

خو هغه ته ښايي دا کار ممکن نه وي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د یوه خپلواک نوم آند په توګه ځان کاندید کړي .

ښاغلي البرادعي د ملي ټولنې په نوم یو سازمان جوړ کړی چې عمده غړي یې د اخوان المسلمین او ایمان نور ډلې جوړوي .

دغه سازمان په مصر کې د بېړني حالت د پای ته رسېدو او په اساسي قانون کې د اصلاحاتو غوښتونکی دی .

تر اوسه د مخالفو ګوندونو غړو دا نده په ډاګه کړې چې تر کومه حده غواړي په دغو پروګرامونو کې ورګډ شي .

په مصر کې د یوه نوي ځای ناسي خبرې په داسې حال کې راپورته شوي چې ولسمشر حسني مبارک په جرمني کې د مثانې تر عملیات وروسته د روغېدو په حال کې دی .

په مصر کې د اټکلونه شته که پخپله ولسمشر حسني مبارک د شپږم ځل لپاره په دې ونه توانېږي چې د ولسمشر په توګه وټاګل شي، نو پدې کې به هېڅ شک نه وي چې نوموړی به هڅه وکړي چې د خپل زوی جمال لپاره واک ته د رسېدو زمینه برابره کړي .