تايلنډ کې د حکومت پرضد زرګونه کسانو لاريون وکړ

تايلنډ کې لاريون کوونکي
Image caption لاريون کوونکي وايي چې دوی سوله ييز لاريون کوي، خو که حکومت يې غوښتنه ونه مني، ښايي په تاوتريخوالي هم لاس پورې کړي .

د ټایلند په پلازمېنه بنکاک کې په لسګونو زره خلک د حکومت ضد لاریون لپاره راټول شوي دي .

دغه خلک په ټایلند کې د ټاکنو د نوي پړاو ترسره کېدو غوښتنه کوي .

لاریون کوونکو ویلي چې که یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، نو د خپلو لاریونونو لړۍ به وغځوي .

خو د ټایلند حکومت وایي چې قصد نه لري د لاریون کوونکو غوښتنو ته ځواب ووایي .

د پوځ او پولیسو شاوخوا 40000 ځواکونه د امنیت خوندي کولو په ځانګړي ډول حکومتي ودانیو او هوټلونو ته څېرمه ځای په ځای شوي دي .

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وایي ډېر شمېر لاریون کوونکي د پخواني لومړي وزیر تاکسین شین واترا پلویان دي، چې په 2006 کال د پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه ليرې کړل شو .

ټولو لاريون کوونکو سره کميسونه اغوستي، چې له تېرې جمعې ورځې راهيسې د تايلنډ له يو شمالي کليوالې سيمې، چې د ښاغلي شين واترا ټاټوبی دی، پلازمېنې ته مخه کړې ده .

د لاريون سنبالوونکو ژمنه کړې، چې خپل سوله ييز لاريون به پرمخ وړي ، خو که چېرې يې حکومت غوښتنې ونه مني، ښايي په تاوتريخوالي هم لاسونه پورې کړي .

مظاهره کوونکي وايي چې لومړی وزير ابهيسيت ويجاجيوا په نامشروعه طريقه د پوځي موسسې او هغو کسانو په لاس واک ته رسېدلی، چې په بنکاک کې اوسېږي .

د حکومتي ودانيو په شاوخوا کې امنيتي کسان ځای پرځای شوي او پوځي ته يې لانور صلاحيتونه ورکړي چې ګرځبنديز لانور پسې سخت کړي او که اړتيا وي د خلکو ګڼه ګوڼه تيت پرک کړي .