کلنټن : د اسراييلو مېشتځايونه جوړول يو ډېرمنفي ګام دی

هيلري کلنټن
Image caption امريکا اوس پر دې خبرې کوي چې د فلسطين ولسمشر محمود عباس ته قناعت ورکړي چې د سولې خبرې پرېنږدي، د عربي هېوادونو ټولنې له خبرو څخه خپل وتل تاييد کړي دي .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د اسراييلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره په تيلې فوني خبرو کې ويلي د اسراييو لخوا دغه حرکت به د دواړو هېوادونو پر اړيکو ژوره اغېزه وکړي او د سولې په اړه باور زيانمنوي .

خبري رسنۍ وايي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سخته لهجه په دې برخه کې د هغه هېواد ناراحتي څرګندوي .

د اسراييلو دولت اعلان وکړ چې په نيول شوو سيمو کې د ښارګوټو د پراخولو هڅې کوي تر هغه وروسته فلسطينيانو هم اعلان وکړ چې د سولې خبرو بيا پيل ته تيار نه دي .

د فلسطين د خپلواکې ادارې يو لوړ پوړی چارواکی صائب عريقات چې له اسراييلو سره د خبرو اترو سرپرستي پر غاړه لري وايي امريکايان بايد پر اسراييلو فشار راوړي چې له خپل دغه تصميم څخه لاس واخلي :

'' که هغوی په ريښتيا دا تصميم غندلی وي، او ويلي يې وي چې دغه تصميم د سولې خبرې اترې له ګواښ سره مخامخ کوي، نو دا منطقي خبر ده چې د هغه د لغوه کولو لپاره بايد تصميم ونيسي، او له اسراييلو دا ژمنه ترلاسه کړي، چې له خپل دې هوډه لاس په سر شي .

که هغوی په ريښتيا د سولې د خبرو د بيا پيل پلوي کوي، نو بايد د اسراييلو د تصميم په لغوه کولو کې کار وکړي، او له اسراييلو دا ژمنه واخلي چې نور به دا شان بې معنی سياستونه نه ترسره کوي . ''

اسراييلو د يهودي ښارګوټو د پراختيا خبر منځني ختيځ د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن د سفر پر مهال ورکړ .

ښاغلي بايډن هڅه کوله چې د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د سولې خبرې له درېدلي حالت څخه راوباسي .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د جمعې په ورځ د اسراييلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره په خپلو ۴۳ دقيقه يي تيلې فوني خبرو کې خپله سخته ناخوښي څرګنده کړه .

او ويلي يې دي د اسراييلو دغه تصميم د دوه اړخيزو اړيکو په برخه کې يو منفي پيغام دی .

مېرمن کلنټن د اسراييلو لومړي وزير ته دا هم ويلي چې د اسراييلو سياست د جوبايډن د سفر د موخو پر خلاف دی او زياتوي اسراييل بايد په عمل کې وښيي چې د سولې بهير ته ژمن دی .

د فلسطين خپلواکې ادارې ويلي که اسراييل د يهودانو لپاره د 1600 کورونو د جوړولو له چارو لاس وانه اخلي، نو د سولې خبرو اترو دوام به دوی ته ستونزمن کار وي .

ښاغلي عريقات له بي بي سي سره په خبرو کې وويل تر هغه چې اسراييل له خپل دغه فرمان څخه لاس وانخلي، زموږ لپاره به د سولې په هر راز خبرو کې ګډون ستونزمن وي .

امريکا اوس پر دې خبرې کوي چې د فلسطين ولسمشر محمود عباس ته قناعت ورکړي چې د سولې خبرې پرېنږدي، د عربي هېوادونو ټولنې له خبرو څخه خپل وتل تاييد کړي دي .