هولبروک: پر القاعده کړۍ راتنګه شوې ده

ريچرډ هولبروک
Image caption هولبروک ويلي چې پاکستان له خپل ګاونډي هېواد هند سره پر پوله تر سل زره ډېر پوځيان لوېديځو پولو ته لېږدولي چې د طالبانو د تګ راتګ مخه ونيسي او له هغوی سيمه پاکه کړي .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي القاعده اوس په عامو خلکو کې ځای نه لري .

نوموړي ويلي چې اوس پر القاعده کړۍ تنګه شوې او د نړۍ ټولو هېوادونو سخت فشار پرې راوړی .

ريچرډ هولبروک په دې اند دي چې د القاعدې ډلې د 2001 کال د سپتمبر د 11 د بريدونو په شان نور ستر بريدونه نه شي سنبالولی .

هولبروک دا څرګندونې د امريکا له " سي ان ان " تلوېزيوني شبکې سره کړې دي .

نوموړي ويلي چې په تېرو څو کلونو کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د القاعده ډلې له لسو تر 12 د سر مشران د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې وژل شوي دي . هولبروک وايي چې په دغو عملیاتو کې پر بهرنيو ځواکونو د القاعدې ډلې د عملياتو مسؤول هم وژل شوی .

داسې ښکاري چې هولبروک پر بهرنيو ځواکونو د بریدونو له سنبالوونکي هدف صالح الصومالي وي، چې د تېر دسمبر پر 8 مه خبري رسنيو په قبايلي سيمو کې د امريکا په بريدونو کې د هغه د وژل کېدو خبر ورکړل .

خو هولبروک دا هم مني چې په وينا يې لا هم "خطرناک کسان" پاتې دي .

د نوموړې له خطرناکو کسانو ښايي يو هم په خوست کې د سي آی اې پر جګپوړو مامورينو له بريد کوونکي همام البلوي په شان کسان هدف وي .

په خوست کې د سي آی اې پر مرکز په بريد کې د امريکا د څارګرې ادارې اته جګپوړي غړي ووژل شول .

بل خوا هولبروک د امريکا او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو خبره کړې ده .

نوموړي ويلي چې د تېرو څو کلونو په پرتله د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړيکي په دې وروستيو کې ښه شوي دي .

په دې لړ کې هولبروک ويلي چې پاکستان له خپل ګاونډي هېواد هند سره پر پوله تر سل زره ډېر پوځيان لوېديځو پولو ته لېږدولي چې د طالبانو د تګ راتګ مخه ونيسي او له هغوی سيمه پاکه کړي .

کابو دوه مياشتې وړاندې پاکستان افغان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې د اورپکو پرضد سخت عمليات پيل کړل .

د عملياتو په لړ کې امريکا له پاکستان سره خپله پوځي مرسته اعلان کړه .

ورته مطالب