عراق: نوري المالکي په ټاکنو کې مخکې دی

د عراق ټاکنې
Image caption د تېرې شنبې په ورځ په لومړيو پايلو کې ويل شوي وو، چې د لومړي وزير نوري المالکي په مشرۍ ګوند په بغداد کې تر نورو مخکې دی.

د عراق د پارلماني ټاکنو وروستۍ پايلې ښي چې اوسني لومړي وزير نوري المالکي له ټولو 18 ولایتونو نه په اوو کې یې د مخه دی .

په دې کې د بغداد او بصرې مهمې سيمې هم شاملې دي .

د هغۀ د اصلي سيال اياد علاوي په اړه ويل شوي چې په پنځو ولايتونو کې يې ښې پایلې ترلاسه کړې دي .

دې کې د دريو ولايتونو اکثره وگړي سنيان دي او بل یې کرد میشتی مهم ښار کرکوک دى .

ښاغلي المالکي پر سیاسي ډلو غږ کړی چې د ټاکنو لومړنۍ پایلو ته غاړه کیږدي :

((موږ د درغلیو او فساد په اړه د کومو اسنادو له لرلو پرته وایو چې ټاکنې عادلانه نه وې. دا د ژمنتیا او سیاسي پوهاوي نشتوالی په ګوته کوي. موږ باید ټول باور ولرو چې ټاکنې پرته له دې چې په آبرومنده توګه ترسره شوې، بل څه نه و او موږ یې باید پایلې ومنو .

Image caption د عراق پارلمان له ټولټال 325 څوکيو څخه 70 څوکۍ لري .

د درغلیو پیښې وې، خو دومره نه وې چې د ټاکنو پایلې تر پوښتنې لاندې راولې .))

د تېرې شنبې په ورځ په لومړيو پايلو کې ويل شوي وو، چې د لومړي وزير نوري المالکي په مشرۍ ګوند په بغداد کې تر نورو مخکې دی.

د عراق پارلمان له ټولټال 325 څوکيو څخه 70 څوکۍ لري .

بل خوا علاوي پر خپل کردستاني ټلوالې په تاميم او کرکوک ښارونو کې درې زره رايې زياتې وړې دي .

کرکوک په عراق کې د تېلو يو له زېرمه لرونکو سيمو ده .

ورته مطالب