عراق : فلوجه کې ځانمرګي بريد 8 ووژل

فلوجه
Image caption د بريد هدف د پوځ ګزمه، خو دا چې د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې شوی، ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

یوه ځانمرګي برید د عراق په مرکزي ښار فلوجه کې لږ ترلږه 8 تنه وژلي او 21 ډېر نور یې ژوبل کړي دي .

پولیس چارواکي وایي ځانمرګي چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پرځای کړي وو او د ګڼه ګوڼې پر یوه ډک واټ چې کارګرو د کارموندلو لپاره دغلته راټولېږي، وچووه .

د لوېديځ الانبار پوليسو ويلي په بريد کې اته ولسي وګړي وژل شوي او 21 نور ټپيان شوي دي .

پوليسو ويلي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو خپل ډک ګاډی د ګڼې ګوڼې په يوې ډکې سيمې کې د پوځ د ګزمې د تېرېدو پرمهال چوولی دی .

په وروستيو کې عراق کې امنيتي وضعيت څه ناڅه ښه شوی و .

دا بريد داسې مهال شوی، چې په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې روانې دي .

ورته مطالب