په سريلانکا کې د پوځ پخوانی مشر محاکمه کېږي

فونسېکا
Image caption فونسېکا پرې لګول شوي تورونه رد کړي.

د سريلانکا د پوځ پخوانی مشر ''جنرال سارات فونسېکا '' د خپلې پوځي دندې پر مهال په سياست کې د ښکېلتيا په ګډون د يو شمېر تورونو پر سر په يوه پوځي محکمه کې راڅرګندېږي .

تېر کال د دغه هېواد د 30 کلنې جګړې ګټلو وياړ د ولسمشر (ماهيندا راجاپاکسا) ترڅنګ دغه پوځي جنرال ته ورکول کېده .

د فونسېکا ژوند ليک وګورﺉ

خو په تېره جنورۍ کې په ولسمشرۍ ټاکنو کې جنرال فونسېکا د خپل پخواني ملګري له خوا ماته وخوړه، او له دې لږ وروسته بيا ونيول شو .

جنرال فونسېکا او د ده پلويان وايي دغه تورونه سياسي موخې لري، او يوه داسې هڅه ده چې دی د راتلونکې مياشتې پارلماني ټاکنو کې له سيالۍ منعه شي .

پر فونېسکا تور دی چې ګني ځينې پوځي توکي يې پلورلي، خو هغه دا تورونه نه مني .

دی وايي چې د دې ټولو دسيسو تر شا سياسي لاسونه دي او هغه هم په دې هدف چې په ټاکنو کې د هغه د ګډون مخه ډب کړي .

ټاکل شوې چې د سريلانکا ټاکنې په راتلونکې اپرېل مياشت کې وشي

جنرال فونسېکا تېره مياشت د پوځ لخوا وروسته له هغه بندي شو، چې د اوسني پارلمان په ټاکنو کې پاتې راغلی .

د هغه سيال او اوسنی ولسمشر ماهيندا راجاپاکسا بريالی اعلان شو .

د جنرال فونسېکا په نيولو او کولامبو کې پوځي محکمې ته د هغه د حاضرېدو پروړاندې خلکو غبرګونونه هم وکړل .

جنرال فونسېکا تېرکال د تاميلي پړانګو پرضد جګړه کې د پوځ مشري کوله .

Image caption اوسنی ولسمشر ادعا کوي دا ټوله د ده هڅه وه چې تاميلي پړانګان يې وځپل .

دغه هېواد له تېرو 25 کلونو راهيسې په کورنيو جګړو کې لولپه دی .

خو جنرال فونسېکا له ولسمشر ماهيندا راجاپاکسا سره پر تاميلي پړانګانو د بري په برخه کې موافق نه دی .

اوسنی ولسمشر ادعا کوي دا ټوله د ده هڅه وه چې تاميلي پړانګان يې وځپل .

د سريلانکا چارواکي وايي چې ښاغلي فونسېکا د پوځي کودتا نيت درلود، خو نوموی وايي چې ده هېڅکله هم داسې هڅه نه ده کړې .

د هغه محاکمه کېدل به د سمندري ځواکونو په يوه محکمه کې کېږي، چې اوسمهال نوموړی همالته بندي دی .

په کولامبو کې د بي بي سي خبريال چارلز هافيلنډ وايي فونسېکا ښايي فونېسکا په رتبه کې تر هغه د ټيټو پوځي افسرانو او په پټه توګه محاکمه شي .