پاکستان: بې پيلوټه الوتکو 6 کسه وژلي

بې پيلوټه الوتکه
Image caption پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکايي بريدونو خلاف دى او وايي چې دغه برېدونو کې زېات عام خلک په نښه کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په شمالي وزيرستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکو دوه بريدونه کړي، چې لږ ترلږه شپږ کسه پکې وژل شوي .

بريدونه د شمالي وزيرستان ميرانشا ښار په لوېديځ کې پر ماييز مداخېل سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز شوی .

ويل کېږي لومړی بريد د وسله والو د راغونډېدو او بل يې پر يوه موټر شوی .

رپوټونه وايي چې د ميرانشا په لوېديځ دتاخېلو سيمه کې هم دوه توغندي لګېدلي دي .

د پاکستان استخباراتي سرچينو ويلي "ښايي چې په بريدونو کې د وژل شوو شمېر زيات شي، خو تر دې دمه موږ ته په دواړو پېښو کې د شپږو اورپکو د وژل کېدو خبر راغلی دی ."

امريکايي چارواکو ويلي چې وسله والو پرضد يې د بې پيلوټه څارګرو الوتکو بريدونه يو بريالی کار دی .

د ويلو ده چې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د القاعدې ډلې يو شمېر مشران وژل شوي .

Image caption تېره ورځ د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس له رسنيو سره په تازه څرګندونو کې ويلي وو چې وسله وال ګاونډي هېواد افغانستان ته اوښتي دي .

تېره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي وو چې بې پيلوټه الوتکو په قبايلي سيمو کې له لسو تر 12 القاعده جګپوړي چارواکي په نخښه کړي او وژلي دي .

خو له دغو بريدونو سره زياتره پاکستانيان مخالف دي او ډېر کله پکې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي .

په دې وروستو کې په جنوبي او شمالي وزيرستان کې په امريکايي بريدنو کې زياتوالى راغلى.

پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکايي بريدونو خلاف دى او وايي چې دغه برېدونو کې زېات عام خلک په نښه کېږي.

وسله والو پنځه پوليس وژلي

بل خوا د صوبه سرحد په مرکزي ښار کې ناپېژاندو وسله والو د پوليسو د ملېشې سترتېرو پر يوې پوستې بريد کړی .

چارواکي وايي په دغه بريد کې پنځه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپی دی .

پوليسو ويلي وسله والو تېره شپه د پېښور په سپين قبر سيمه کې دغه بريد کړی دی.

سپين قبر د پېښور او خيبر ايجنسۍ پر پوله پرته سيمه ده.

په شمالي وزېرېستان کې تازه بريد په داسې وخت کېږي چې د پاکستان پوځ ادعاکوي چې په جنوبي وزېرېستان کې د اورپکو پرضدد دوى عمليات بريالي و.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس له رسنيو سره په تازه څرګندونو کې ويلي وو چې وسله وال ګاونډي هېواد افغانستان ته اوښتي دي .

هغه په افغانستان کې د ناټو له مېشتو ځواکونو غوښتي چې د پولې امنيت ټينګ کړي او د وسلوالو مخه ډب کړي.