په لاهور کې څو ټنه چاودېدونکي توکي نيول شوي

Image caption دا مواد څو ورځې وروسته له هغه نيول کېږي چې دوو ځانمرګو بريدونو په لاهور ښار کې نژدې 50 تنه ووژل .

پاکستاني پوليس وايي په لاهور کې يې تر درې نيم ټنو زيات چاودېدونکي مواد، تومانچې او په ځانمرګو بريدونو کې کارېدونکي واسکټ يې نيولي دي .

يوه چارواکي ويلي چې دغه مواد يې د لاهور ښار د اقبال ټاون سيمې په بېلابېلو دوکانونو کې نيولي دي .

سرچينه وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په سيمه کې پلټنه روانه وه ، چې په دې تړاو 10 شکمن کسان هم نيول شوي، چې اوس پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي .

يوه پوليس چارواکي ويلي په دوکانونو کې يې له چاودېدونکو توکو 170 ډکې خلتې مواد ترلاسه کړي، چې ټولټال وزن يې درو ټنو ته رسېږي .

دا مواد څو ورځې وروسته له هغه نيول کېږي چې دوو ځانمرګو بريدونو په لاهور ښار کې نژدې 50 تنه ووژل .