امريکا : بې پېلوټه الوتکې د القاعدې مشر وژلى

د القاعدې مشران
Image caption د القاعدې مشران اسامه بن لادن او ايمن ظواهري اوس نورو وړو غړو ته ډيره اړتيا لري چې د دوى عمليات پر مخ بوځي

د متحدو ايالاتو مامورينو ادعا کړې ده چې د دوى بې پېلوټه څارگرو الوتکو په پاکستان کې د القاعدې يو مشر وژلى دى

امريکايي مامورين وايي گومان کوي چې حسين اليمني يې په شمالي وزيرستان کې په نخښه کړى او وژلى دى

ويل کيږي چې د بې پېلوټه الوتکو بريد د ميرام شاه په ښارگوټى شوى و

واشنگټن په دې باور دى چې اليمني د هغه ځانمرگي بريد په پلانولو کې بوخت و چې په خوست کې يې د سي اى اې اووه ايجنټان وژلي و

هغه بريد چې د ٢٠٠٩ کال د دسمبر په ديرشمه نېټه وشو د ډيرو په گومان سي اى اې ته لوى گوزار و

خبري اژانسونو ته امريکايي چارواکو ويلي دوى ته دا خبر ور رسيدلى و چې د اقلاعدې دغه مهم کس په شمالي وزيرستان کې پټ دى

حسين اليمني د شلو او ديرشو کلنو ترمنځ عمر درلود او ويل کيدل چې د بم جوړولو او د ځانمرگو بريدونو په پلانولو کې يې مهارت درلود

امريکايي چارواکي په دې باور هم دي چې په عربي هيوادونو ، پاکستان او افغانستان کې د القاعدې د چارو په همغږي کولو کې د اليمني ونډه مهمه وه .

ويل کيږي چې اوس د القاعدې مشران اسامه بن لادن او ايمن ظواهري نورو وړو غړو ته ډيره اړتيا لري چې د دوى عمليات پر مخ بوځي