سکسي ، بربنډ ، پيغام هلک او نجلۍ زنداني کړل

دوبۍ

په متحدو عربو اماراتو کې د هند دوه اوسيدونکي په دې جرم په درې مياشتني قيد محکوم شول چې يو بل ته يې سکسي يا بربنډ او فحش ايس ايم ايس يا ليکلي تيلې فوني پيغامونه ليږلي و

دغه دواړه کسان چې يو يې هلک او بله نجلۍ ده په دې مجرم بلل شوي دي چې واده شوي نه دي او په مجرد ژوند کې ((داسې عمل)) کوي

د ايس ايم ايس د پيغامونو په باب يې ډير څه نه دي په ډاگه شوي خو ويل کيږي چې خورا بربنډ و

په محکمه کې قاضي د خپل حکم د اورولو پر وخت وويل دوى هغه اړيکي خپلې کړې چې تر واده وروسته بايد واى او دا عمل په متحدو عربو اماراتو کې ناقانونه دى

د دغه هلک او نجلۍ نوم هم پټ ساتل شوى دى

دوى دواړو د هند يوۀ هوايي شرکت سره د مېلمه پالانو په توگه کار کاوه

ويل شوي چې د ايس ايم ايسونو پر وخت نجلۍ واده شوې وه خو هلک مجرد و

د دغو پيغامونو په باب گنگوسې تير کال هغه وخت په اوريدو شوې چې د نجلۍ خاوند ورڅخه د طلاق غوښتلو لپاره مټې رانغښتې

په دوبۍ کې څه موده وړاندې د برتانيا دوه ځوانان هم په دې جرم ونيول شول چې گواکې يو بل يې د نورو په وړاندې ښکولول

د دوبۍ قانون د ښځې او سړي ترمنځ په ښکاره مچول او له يو بل سره عملي د مينې ښکاره کول منع کړي دي

د دوبۍ د نفوس ډيره برخه له بهرنيانو جوړه ده چې هلته په کار روزگار بوخت دي او د هغه ځاى د اقتصاد په غوړولو کې مهمه ونډه لري .