په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روسيه د افغانستان له نشه يي توکو سره په مبارزه کې څه وايي؟

Image caption ويکتور ايوانوف: ((زه هيله من يم چې داسې به کېږي، ځکه د افغانستان خلک د نشه يي توکو قربانيان دي، له بل پلوه د نشه يي توکو له توليد او قاچاق سره د سولې او ټيکاو راتلل ناشوني دي، روسيه له خپل وس سره سم هڅه کوي چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.))

له بي بي سي سره د روسیې د فدراسیون د نشه توکو د کنټرول د څانګې د اداراې مشر ویکتور ایوانوف مرکه .

دلته ډېرې زیاتې ستونزې دي . له بده مرغه وضعیت داسې راغلې چې له ۲۰۰۱ کاله راپدېخوا د نشه یي توکو د تولید کچه ۴۰ په سلو کې لوړه شوې .

دې مسالې ته په پام سره په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت په دې توانېدل و چې دکوکنارو کرل تقریبآ په افغانستان کې له منځه یوسي . خو نه غواړم چې د دې مسالې علتونه په ډاګه کړم . خو دا یو واقعیت دی چې د نړیوال سازمان لخوا تایید کېږي .

خو له دې پړاو وروسته د ترهګرۍ او وسله والو پروړاندې مبارزه او اړوند مسايلو د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې پر بهیر منفي اغېز کوي او د تاوتريخوالو په ډېرېدو سره د نشه یي توکو د تولید کچه هم لوړه شوه .

پوښتنه : د افغانستان حکومت لپاره ، د نشه یي توکو پر وړاندې دیوې ګټورې مبارزې لپاره ستاسو وړاندیزڅه دی ؟

ځواب : زه باید ووایم هغه څه چې په افغانستان کې د نشه یی توکو پروړاندې د مبارزې په نامه ترسره کېږي له جدي موانعو سره مخامخ دي چې په پراخه کچه یې ورته پرا ختيا ورکړي . له بله پلوه په وضعیت کې د بدلون د راوستلو کار هم اسانه نه دی . له همدې کبله موږ په افغانستان کې د کوکنارو د تولید په برخه کې له نړیوالو ټولنو دګټورو مرستو غوښتونکي یو .

په دې وروستیو دوو درو کلونو کې موږ د دې شاهدان یو چې په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ډېره پاملرنه کېږ ي، خو دا مبارزه پرله پسې مبارزه نه ده او اساسې بدلون نه شي راوړی . دا هغه څه دې چې نن ورځ اړتیا ورته لیدل کیږي، یانې هم روسیه ، هم افغانستان ، هم د منځنۍ اسیا هېوادونه ، او هم اروپایي هیېادونه چې دکوکنارو له تولیده زیان ویني . او چې هغې ته پاملرنه ښيي . وګورﺉ نن د نړیوال سازمان د رپوټونو پراساس په روحي یا په فزیکې توګه څه د پاسه ۱۶ میلیونه انسانان د مخدرو توکو د تولید له کبله زیان ویني . یوازې یو میلیون کسانود نشه یي توکونه په استفادې سره خپل ژوند له لاسه ورکړی .

پوښتنه : ایا روسیه فکر کوي چې دنشه یي توکو د کر او تولید پر وړاندې جدې مبارزه په سیمه او د نړۍ د هېوادونو تر مینځ په افغانستان کې روانه نه ده ؟

ځواب : که ستاسو مطلب له ستراتیژیکو وړاندیزونو نه وي ، باید ووایم چې دا موضوع یوازې افغانستان پورې اړه نه لري . دامهال دا ستونزه د افغانستان له پلو اخوا غځېدلې ده . دا اوس یوه نړیواله ستونزه ده . که چیرې د نشه یی توکو پروړاندې د مبارزې په برخه کې د نړیوال سازمان په اړه ووایم ، باید دا سازمان ډېر مسوولیتونه پرغاړه واخلي . په بل عبارت نړیوال سازمان باید ټول ځواکونه او هغه هېوادونه چې د افغانستان برخلیک د نظامیانو په حضورکې پر غاړه لري باید د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې په برخه کې دهغوی مسؤولیتونوته هم پام وشي . دا په لومړي او دویم ګام کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه باید یو منظم چلند وشي هغه شان چې په ۲۰۰۸ کال د نړیوال سازمان په غونډه کې پرې پرېکړه وشوه . او په ۲۰۰۹ کال کې یو ځل بیا تایید شوه . په پرېکړه لیک کې لومړې موضوع د نشه یی توکو د تولید د مرکزونو له منځه وړل وو . دویمه موضوع ، د کرلو بدیل د ډله يیز کار په وسیله ، چې د خلکو اعتماد لاسته راوړي . او د کرنې د پراختیا لپاره زمینه مساعده کړي . دریمه موضوع د پلان شویو نړیوالو مرستو په ترڅ کې د نشه یي توکو پروړاندې ګټوره مبارزه وه .

Image caption ويکتور ایوانوف:((. وګورﺉ دا مهال د افغانستان نشه یي توکې ۹۵ په سلو کې د نړیوال بازار اړتیا پوره کوي . او دا موضوع د یوه نړیوال ګواښ په توګه باید وڅېړل شي . ))

دلته د نشه یي توکو د مرکزنو په اړه د معلوماتو د راټولو په برخه کې باید ټینګار وشي . له نړیوالو مرستو پرته داسې امکان باید رامنځ ته کړو چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو ګډ سیاست جوړ کړو . وګورﺉ دا مهال د افغانستان نشه یي توکې ۹۵ په سلو کې د نړیوال بازار اړتیا پوره کوي . او دا موضوع د یوه نړیوال ګواښ په توګه باید وڅېړل شي .

دا یوه له هودې وتلې ستونزه ده . د قاچاق به نامه یوه پدیده یي رامنځ ته کړې نن ورځ د نړۍ په کچه د لسګونو هېوادنو له لارې انسانان له هیروینو او تریاکوکار اخلي .دا موضوع په دغو هېوادونو کې د ناامنیو سبب ګرځي او له بله پلوه په سيمه ييزه کچه جرمنو ته زمینه برابروي .

پوښتنه : په دې وروستیو کې افغان حکومت د ایراني پولیسو په مرسته د افغانستان په لوېدیزو برخو کې د نشه یي توکو پرضد عملیات تر سره کړل . ایا شونې ده چې روسي پولیس هم دغه تجربه تکرار کړي ؟

ځواب: هو، د نړيوالو همکاريو په مرسته کې ستونزې شته، خو زه غواړم ووايم چې نن روسيه په اغېزناکه توګه د مرکزي اسيا هېوادونو له پوليسو سره همکاري کوي او دارنګه غواړو چې له افغانستان سره خپله همکاري پيل کړو . پر دې سربېره دې ته هم اشاره کول غواړم چې تېر کال د ولسمشرانو مدويديف او اوباما ترمنځ د هوکړې پربنسټ يو ګډ کميسيون جوړ شو ، چې له دواړو هېوادونو د نشه يي توکو په مبارزه کې ګڼو ډلو ته ځای پکې ورکړل شو .

د دغه کميسيون له دوو غړو يو زه يم چې د روسيې لخوا د نشه يي توکو پرضد مبارزې مشري پرغاړه لرم، او دويم د متحده ايالتونو استازی دی. همدا وه چې زموږ ترمنځ د اطلاعاتو شريکول پيل شول، په دې مانا چې ما خپل اطلاعات امريکايي ته او هغه په خپل نوبت ورسره ساتلي اطلاعات ماته راکړل.

پوښتنه : کله چې تاسو په افغانستان کې د نشه یي توکو په اړه خبرې کوﺉ ، ایا فکر نه کوﺉ چې دافغان حکومت هڅې تر پوښتنې لاندې راولۍ ؟

ځواب: هغه څه چې د ايران او افغانستان ترمنځ د نشه يي توکو پرضد مبارزې د بريا لپاره مطرح شوي، له شک پرته موږ د دا ډول ګام پورته کېدو هرکلی کوو. تېره اوونۍ ما د ايران د نشه يي توکو د مبارزې له مشر سره وکتل، او موږ په دې برخه کې له يوبل سره همکارۍ لرو. او هغه څه چې له افغان لوري سره تړاو لري، زه د دغه هېواد د نشه يي توکو پرضد د مبارزې او څېړنو مرکز ته ورغلم، او هلته مو د نشه يي توکو پرضد مبارزې د ګډو پوليسو جوړولو پرېکړه وکړه.

پوښتنه : تاسو نیوکه لرﺉ چې ناټو په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې دقیقه مبارزه نه کوي، ولې ؟

ځواب: تاسو پوهېږﺉ زموږ له ليدلوري ناټو باید د نشه يي توکو د توليد او قاچاق د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره ډېر څه وکړي؛ ځکه چې د افغانستان د جګړې زياتره تدارکات له همدې لارې کېږي، ناټو په کافي توګه امکانات او توکي لري. له بل پلوه ناټو په افغانستان کې د ټيکاو راوستلو مسؤوليت پر غاړه اخيستی او په دغه هېواد کې ثبات د نشه يي توکو له منځه وړلو پرته ثبات نه شي راتلی.

پوښتنه : ایا روسیه په افغانستان کې د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې لپاره مرستې ته چمتو ده ؟ څه ډول مرستې کولی شي ؟

ځواب: هو، له ترديد پرته، کولای شم ووايم چې زه کابل ته تش لاسونه نه يم راغلی، ما له افغان ولسمشر حامد کرزي، د کورنيو چارو او د نشه يي توکو پرضد مبارزې له وزير سره د کتنې پرمهال هغوی د روسيې له تياريو خبر کړل، روسيې هوډ کړی چې په روان کال کې ۲۲۵ افغان پوليس په خپل لګښت وروزي، دغه روزنې افغانستان ته د نشه يي توکو پرضد مبارزې د توليد او قاچاق په برخه کې له فني اړخه ډېره مرسته کوي، زما په نظر دا د نشه يي د سوداګرۍ پر وړاندې يو اغېزناکه ګام دی .

پوښتنه : ستاسو خبروته په پام سره ایا په راتلونکو څو کالو کې به دا تمه وي چې د نشه یی توکو پروړاندې مبارزه په افغانستان کې لاسته راوړنې ولري ؟

ځواب : زه هيله من يم چې داسې به کېږي، ځکه د افغانستان خلک د نشه يي توکو قربانيان دي، له بل پلوه د نشه يي توکو له توليد او قاچاق سره د سولې او ټيکاو راتلل ناشوني دي، روسيه له خپل وس سره سم هڅه کوي چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي .