برتانيايي رسنۍ : طالبان په ايران کې روزل کيږي

د ايران بيرغ
Image caption د طالبانو د دوو قومندانانو له خولې ويل شوي چې گواکې په ايران کې يې روزنه کيده

د لندن چاپ يوې ورځپاڼې د هغه څه جزييات خپاره کړي چې د ايران له خوا يې د طالب جنگياليو روزل بولي.

د "سنډي ټايمز" ورځپاڼې د يکشنبه په گڼه کې ليکلي چې طالب ليکو ته نوي ورمات شوي کسان د افغانستان او ايران پر پوله د ايرانيانو له خوا روزل کېږي.

د ورځپاڼې په ليکنه روزونکي ملکي کالي اغوندي او طالبان نه پوهېږي، چې دوى پوځيان دي که د استخباراتو غړي.

ورځپاڼه د طالبانو له دوو قومندانانو سره د خبرو پر بنسټ وايي هغوی په قاچاقي ډول د ایران جنوب د زاهدان ښار ته ولېږدول شول او هغه پوځي مرکز ته د رسیدو په موخه یې څو ساعته په دښتو کې مزل وکړ.

دغه قومندانان وايي د هغوی پوځي روزنکو هر ه ورځ د جګړې عملي زده کړې ورکولې .

په لومړۍ میاشت کې یې ورزده کړل چې څنګه پر پوځي کاروانونو برید وکړي، او د ناټو د ځواکونو له رارسېدو مخکې څنګه له سیمې پښې سپکې کړي.

په دوهمه میاشت کې د ماین اېښودولو او د هغو سرتېرو په لومه کې اچولو زده کړه ورکول شوه چې په ټپي سرتېرو پسې راځي، او په دریمه میاشت کې یې دا زده کړل چې څه ډول پر پوځي مرکزونو او پوستو بریدونه وکړي.

دغو طالب قومندانانو د ټایمز ورځپانې ته ویلي ، د هغوی ښوونیز مرکز د یوې غونډۍ پر سر په یو کلا کې وو.

لویدیځ چارواکي چې له طالبانو څخه د ایران ملاتړ اندېښمن کړي، دغه څرګندونې با اعتباره او باوري بولي.

د سنډې ټایمز ورځپاڼه لیکي داسې ښکاري په پاکستان کې د طالبانو پر ضد سخت چلند ، ښايي هغوی دې ته هڅولي وي چې له ایرانه مرسته وغواړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر کارل اکینبري هم په دې وروستیو کې د طالبانو او ایران ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې کړې وې.

ورځپاڼې لیکلي ایران له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو چې سنیان دي مخالفت کاوه، خو د طالبانو یوه قومندان چې له سنډې ټایمز سره یې مرکه کړې ددې بدلون په اړه وايي:

زموږ مذهب او تاریخ سره بېل دي، خو موخه او هدف مو یو دی، موږ دواړه غواړو چې امریکاییان له منځه یوسوو.