په سيمه ييزو ټاکنو کې د سارکوزي ګوند سخته ماتې وخوړه

دا په تېرو څو کلونو کې د سارکوزي د ګوند يوه لويه ماتې ده. فرانسه کې د سيمه ييزو ټاکنو د دويم پړاو پايلې ښيي چې د ولسمشر نيکولا سارکوزي ښي اړخی مرکزي ګوند سخته ماتې خوړلې ده، چې په سلو کې يې ۳۶ رايې خپلې کړې دي.

تر اوسه د شمېرل شوو رايو پربنسټ مخالف سوسيالېست ګونداو متحدينو يې د ټولو رايو تر نيمايي زياتې او د سارکوزي ګوند په سلو کې ۳۶ رايې خپلې کړې دي .

په پاريس کې د بي بي سي خبريال وايي دا د دې څرګندويي کوي چې د بې کارۍ او کمزوري اقتصاد له امله د فرانسې خلک پر حکومت په غصه دي .

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت له اعلان سره په سلو کې ۸۰.۲ رايې شمېرل شوې، چې سوسيالېست ګوند پکې په سلو کې ۵۳.۷ او د سارکوزي ګوند نژدې ۳۶ خپلې کړې دي .

دا په تېرو څو کلونو کې د سارکوزي د ګوند يوه لويه ماتې ده.

څارونکي وايي چې ښايي د سارکوزي محافظ ګوند د نه برياليتوب په پايله کې به په فرانسه کې بې کاري، لېږدېدنې زياتې شي او ان پر امنيت به هم منفي اغېز وکړي.

له وړم ۲۰۰۸ کال راهيسې کله چې په نړۍ کې مالي بحران رامنځ ته شو، فرانسه کې د سارکوزي مينه وال په کمېدو شول .

سارکوزي غوښتل چې د معاشونو په سيستم کې لوی تعديل راولي، چې په دې برخه کې يو هم د تقاعد اخيستو نېټه وغځوي .

په فرانسه کې د کارګرو عمومي اتحاديې ويلي چې د سه شنبې په ورځ به د معاشونو په نظام کې د تعديل پروړاندې لاريون وکړي .