اوباما: د بيمې د شرکتونو پرېمانه لګښت مخه نيسم

په امريکا کې د دغه روغتيايي اصلاحاتو د کړنلارې په باب ښه سم مخالفت شته .
Image caption په امريکا کې د دغه روغتيايي اصلاحاتو د کړنلارې په باب ښه سم مخالفت شته .په امريکا کې د دغه روغتيايي اصلاحاتو د کړنلارې په باب ښه سم مخالفت شته .

ښاغلي اوباما چې په کلراډو کي خبرې کولې وويل د ده د پلان له مخې به شرکتونو ته د ډېرو پرېمانه لګښتونو اجازه نه وي .

دا د ښاغلي اوباما د روغتيايي اصلاحاتو په لړ کې نوې ويناوې او ځغاستې دي چې د دغه موخې لپاره ښار په ښارګرځي او امريکايانو ته ويناوې کوي .

ښاغلي اوباما همدارنګه ويلي د هغو روغتيايي شرکتونو سره به حساب کوي چې پر يوې متوسطې امريکايي کورنۍ يې لګښت دوه برابر شوی او د انصاف څخه د ليرو ګټو مخنيوی به کوي .

په دې کړنلار کې ښاغلی اوباما وايي داسې بريدونه يې ټاکلي چې ډاکټر ته پر تګ به يو ناروغ نه مفلسه کېږي .

ښاغلي اوباما دا هم ومنل چي د ده روغتيايي کړنلار دهر مرض دارو نه ده چې ټولې ستونزې دي د سترګو په رپ کې خلاصې کړي او يا دې هر يوه ته وړيا روغتيايي بيمه برابره کړي .

خو وې ويل چې له ده سره په دې کړنلار کې ګڼ شمېر ځيرک کسان په ملګرتيا کار کوي .

ښاغلي اوباما پر خپلو مخالفينو تور ولګاوه چې د ده د اصلاحي پروګرام پر ضد له ناوړو لارو څخه کار اخلي او له امريکايانو څخه يې په دغه کار کې اړخيزه ملاتړ وغوښت .

په امريکا کې د دغه روغتيايي اصلاحاتو د کړنلارې په باب ښه سم مخالفت شته .

د مشرانو په جرګه کې ډموکراتان ډېری يوې لايحې ته سره رسېدلي چې غواړي د هغو امريکايانو لپاره چې ډېر بډای نه دي يانې د کال ګټه وټه يې لږ وي روغتيايي بيمه ورکړي . خو د مشرانو په جرګه کې په دې باب خبرې د مخالفت په سبب پارچاو شوې دي .

دا کړنلار هغه وخت سرکاري کېدای شي چې دواړې خواوې يې ومني .

د خبرونو له مخې دا ګړۍ په امريکا کي 46 ميليونه امريکايان روغتيايي بيمه نه لري .

نو د نورو روغتيايي لګښتونو ډېرېده د امريکا پر بوديجې بې اغېزې نه پاته کېږي .

ياده دې وي چې د امريکا په روغتونونو کي وړيا درملنه په ډېرو ستونزو موندل کېږي .