د شانګهای د ملګرتيا سازمان و پېژنئ

شانهګای
Image caption د شنګهانی د ملګرتيا سازمان شپږ غړي هېوادونه لري: چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان او څلور ناظر هېوادونه دي:( هند، پاکستان، منګوليا او ايران ).

دې جرګې ته د افغانستان ولس مشر حامد کرزی هم رابلل شوی دی.

ددې سازمان د تاريخ او کار د بهير په اړه په روسيه کې دافغانستان د فرهنګي څانګې له خوا رالېږل شوې ليکنه.

نوم:د شانګهای د ملګرتيا سازمان

د غړو شمېر: شپږ اصلي:

چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان او څلور ناظر : هند، پاکستان، منګوليا او ايران لري .

(افغانستان په دې سازمان کې مېلمه ګڼل کېږي) رسمي ژبې : روسي او چينايي

مساحت: 32 و2 ميليون کيلو متر مربع

رسمي جوړښت: د 2001 کال د جون 15 نېټه اداري مرکز: پيکن

دغه سازمان ځان ته نښان او بيرق هم لري.

Shanghai Cooperation Organisation هغه نړيوال سازمان دی چې د څوهېوادونو له خوا د امنيتي ملګرتيا په هيله جوړ شوی دی.

د شانګهای دغړو هېوادونو مساحت د آسيا او اروپا په سلو کې يو شپيته خاوره او د وګړو د شمېر له مخې د نړۍ څلورمه برخه وګړي په دې هېوادونو کې ژوند کوي.

د دغه سازمان په خپله تاريخ پاڼه کې راغلي دي چې دغه سازمان په طبيعي توګه دهغه خطر په وړاندې راپيدا شو چې په 1996 کال کې منځنۍ آسيا ورسره مخامخ وه.دغه پاڼه ليکي چې دا ګږاښ هغه وخت په منځنۍ اسيا کې لا زيات شو چې د افغانستان د سياليو ډلو طالبانو او شمالي ټلوالي د نښتو لمن د منځنۍ اسيا پلو ته راورسېده.

د روسيې او چين لپاره دا ښه ساعت و چې ددغه شان ګواښ په وړاندې سره يو او په هغه هم د منځنۍ اسيا د هېوادونو توان ځانسره يوځای کړي.

د شانګهای د سازمان دغړو هېوادونو لومړی تړون د دغه سازمان د جوړيدل په رسمي ډول ومانه.دوهم تړون د ترهګرۍ او تندلارې په وړاندې د ګډې مبارزې تړون و.

ددغې نړيوالې ټولنې،زياتره غړي دپخواني شوروی اتحاد نه نوي رامنځ ته شوي خپلواک جمهوريتونه وو.دوي دغه ټولنه يا سازمان په 1996 کال کې د (شانګهای پنځه) په نامه جوړ کړ.

وروسته په 2004 کال کې مغولستان او په 2005 کال کې ايران، پاکستان او دهند هېوادونه هم د ناظرو په توګه ددغه سازمان غړي شول.

دغه جوړښت اصلاپه منځنۍ اسيا کې د چين او روسيې دسيالۍ زېږنده دی.ددغه جوړښت لومړنې موخه دا وه چې د دغو دواړو هېوادونو شوروی او چين په ګډو پولو کې پوځي اله ګوله کمه کړي،خو د 1996 کال د اپريل په شپږويستمه د شوروی ، چين، قزاقستان،قرغزستان او تاجکستان هېوادونو په پولو کې د پوځي باور د زياتوالی په هيله يو تړون لاسليک کړ،چې د"شانګهای پنځه "په نامه ونومول شو،دهمدې ملګرتيا په دوام و چې د 1997 کال د اپريل په 24 نېټه دپولو په اوږدو کې د پوځي کمښت په هيله په مسکو کې لومړنۍ يادونې بيا تازه شوې.

د شانګهای پنځه، غونډې په 1998 کال کې د قزاقستان د وخت په پلازمينې الماتا او يو کال وروسته د قرغزستان په پلازمينې بيشکيک او په 2002 کال کې په تاجکستان کې خپلې غونډې جوړې کړې.

په 2001 کال کې دشانګهای پنځه، غونډه د چين دشانګهای په ښار کې جوړه شوه.په دې غونډه کې ازبکستان ددې سازمان غړی شو او هغه ((دشانګهای 6))دسازمان نوم وګاټه.دهمدې 2001کال په اوږدو کې د شانګهای دسر مشرانو جرګې دې سازمان ته د شانګهای د ملګرتيا سازمان، نوم ورکړ. د 2002 کال د جون په مياشت کې و چې ددې ټولنې سرمشران د روسيې په پترزبورګ کې دېره شول او هغې ته يې اساسنامه يا کړنلاره او مرامنامه ومنل .

ددې سازمان تشکيلاتي جوړښت په دې ډول دی:

-د سرمشرانو جرګه.

• 1-د لومړيو وزيرانو جرګه.

• 2-د بهرنيو چارو د وزيرانو جرګه.

• 3-د بېلابېلو وزارتونو د مشرانو جرګه

• 4-د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې جرګه

• 5-سکرتريت او مشري

ددې هېوادونو سرمشران هر کال يو وار غونډه کوي:

1- د 2001 کال د جون 14-15 نېټه :شانګهای

2-د 2002 کال د جون 7 نېټه :پترزبورګ

3- د 2003 کال د می28-29 نېټه :مسکو

4- د 2004 کال د جون 17 نېټه :تاشکند

5- د 2005 کال د جولای 5 نېټه :آستانه

6- د 2006 کال د جون 14 15- نېټه :شانګهای

7- د 2001 کال د اګست 16 نېټه :بيشکيک

8- د 2001 کال د اګست 28 نېټه :دوشنبې

9-د 2001 کال د جون 15-16 نېټه ايکاترينبورګ(روسيه).

په دې څو وروستيو کلونو کې چې دغه سازمان نړيواله حقوقي بڼه پيدا کړې، عملي ګډې چارې يې هم پيل کړې دي:

په پوځي برخه کې:

په دې وخت کې نړيوال حالت او پام چور د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې ته ور اوښتې و،نو هغه و چې په پوځي برخې کې دغې ټولنې خپل پام زيات کړ.

همدې ټکي ته په پاملرنې سره وه چې ددغه سازمان غړو هېوادونو د خپلو پوځونو د ګډو تطبيقاتو اړتيا احساس کړه او په 2003 کال کې چين او قزاقستان او بيا 2005 کال کې چين او روسيې د همدې سازمان په اډانه کې ګډ پوځي تطبيقات سرته ورسول .

دا وخت هند هم دې تطبياتو سره لېوالتيا وښودله،.په دې توګه دغه سازمان په نړيواله کچه دپوځي کړو وړو لاره آواره کړه.

دهمدې پوځي ملګرتيا په دوام و چې په 2006 کال کې په چين کې دغړو هېوادونو د ددفاع وزيران ديره او دګډو پوځي تطبيقاتو پريکړه يې وکړه.دهمدې پريکړې له مخې و چې په 2007 کال کې د غړو هېوادونو تر څلورو زرو پورې پوځيانو ګډپوځي تطبيقات ترسره کړل.

په اقتصادي برخه کې:

ددغه سازمان تر جوړيدو څو مياشتې وروسته ،د غړو هېوادونو د لومړيو وزيرانو جرګې په دغو هېوادونو کې يو بل ته د اقتصادي آسانتياو او پانګې اچولو په لارو چارو خبرې او پريکړې وکړې.

دوي دغه راز د شلو کالو لپاره د اقتصادي ملګرتيا يو تړون هم لاسليک کړ.

کار پوهان په دې باور دي چې تر هرڅه زيات ددغه سازمان غړي هېوادونه کولای شی په اقتصادي برخه کې يو بل سره ستره ملګرتيا وکړي.

دا چې دافغانستان په پرتله ددغه هېوادونو اقتصاد او اقتصادي اړيکي ښه دي، له همدې امله دا به د افغانستان لپاره خورا ګټوره وي چې په دغه برخه کې ددغو هېوادونو په تير بيا د ګاونډيو هغوي ملګرتيا له ځانسره ولري.

په اقتصادي برخه کې ددغه سازمان د ملګرتيا لومړنی سند په 2003 کال کې لاسلِک شوی دی. د دغه سند له مخي چي د چِين وړانديز و، بايد د هېوادونو د سوداګرۍ لپاره آزادې سوداګريزې سيمې جوړې شي.همدې سند دا وړانديز هم کاوه چې دهېوادونو ترمنځ سوداګري زياته شي.

په همدې لړ کې دغړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ دزياتوالي لپاره تر سلو نه زيات اسناد او تړونونه لاسليک شوي دي.

د شانګهای د غړو هېوادونو په هغې نوبتي غونډه کې چې په 2005 کال کې په مسکو کې جوړه ې شوه، خپله اجندا د انرژۍ او نفت و ګاز موضوع ته ځانګړې کړې وه.

د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ملګرتيا د زياتېدو په لړ کې ديوه ګډ بانک د جوړيدو تړون هم لاسليک شوی دی .

دغه تړون د شانګهای دغړو هېوادونو جرګې په خپله هغې غونډه کې چې په 2006 کال کې په پيکن کې جوړه شوې وه،لاسليک کړی دی .

دغه بانک دنده لري،د هېوادونو تر منځ د ګډو اقتصادي پروژو لپاره پانګه برابره کړي. ددې ترڅنګ روسيې په 2006 او 2007 کال کې وړانديز کړی دی چې د شانګهای غړي هېوادونو بايد دانرژۍ يوه زيرمه يا کلوب هم جوړ کړي .

فرهنگی ملګرتيا:

ددې سازمان له سترو چارو نه يوه هم د غړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي ملګرتيا ده. دغړو هېوادونو د فرهنګ د وزيرانو لومړنۍلويه جرګه په 2002 کال کې په پيکن کې جوړه شوه.

دخپلو دغو هلوځلو د ښودنې لپاره غړو هېوادونو په 2005 کال کې خپل لومړنی فرهنګي فستيوال او نندارتون د قزاقستان په پلازمينې، د آستانې، په ښار کې جوړ کړ .

د قزاستان په نوښت په 2008 کال کې په الماتا کې ددغو هېوادونو د ملي نڅاوو يو څو ورځني ستر فيستوال هم جوړ شوی و.

د نړيوال واک څو اړخيزيتوب

ددې سازمان غړي او په هغه کې ناظر هېوادونه نه يوازې د نړۍ ستر پوځي، اقتصادي، اتومي انرژۍ او کيهاني توان درلودنکي دي،بلکې د انرژۍ ستر مصرف کوونکي هم دي .

د اقتصادي شمېرونو له مخې دغه هېوادونه د نړۍ څلورمه برخه انرژي لګوي .

که څه هم ددغه سازمان کړنلاره په خپل غير پوځي توب ټينګار کوي،خو په هر حال ډېر کارپوهان او لوديز پلوه کسان هغه د ناټو په وړاندې يوه جوړښت ګڼي.دغې خبرې هغه وخت لاپسې زور واخيست چې په 2006 کال کې امريکا په دغه سازمان کې د غړيتوب وړانديز وکړ،خو هغه په غوڅه توګه دغړو هېوادونو له خوا و نه منل شو.

نه يوازې د امريکې دغه وړانديز و نه منل شو بلکې غړو هېوادونو په خپله غونډه کې له امريکا نه غوښتنه وکړه چې خپل پوځيان د غړو هېوادونو له خاورې وباسي.

دغه راز په همدې اعلاميه کې امريکا نه دا غوښتنه وشوه چې له افغانستان نه د خپلو پوځونو دويشتلو نېټه وتاکي .

تر دې اعلاميې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه غبرګون کې وويل چې:د شانګهای دغړو دهېوادونو په دغې اعلاميې دوي ځکه انديښنه څرګندوي او وايی چې دوي دا په ښکاره دروسيې او چين دهغو هڅو دوام ګڼي چې غواړي په منځنۍ اسيا کې د امريکا دريځ کمزوری کړي.

دشانګهای د سازمان تر همدې اعلاميې سمدلاسه وروسته ازبکستان اعلان وکړ چې امريکايان بايد ژر تر ژر ددوي د خان آباد نومې پوځي اډې نه ووزي.

د 2009 کال په مارچ کې د قرغزستان دولت له امريکا نه غوښتنه وکړه چې د دوي په بلازمينې کې د ماناس پوځي اډې پرېږدي.

امريکايان او دهغه نور يوولس ملګري هېوادونه چې په افغانستان کې پوځي عمليات سرته رسوي، د 2001 کال راهيسې له دغې پوځي اډې نه ګټه اخلي.

-چين غواړي چې په اوسنۍ زمانه کې دې ، دغه سازمان په خپلو هلوځلو کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې او اقتصادي ملګرتياته يو برابر پاملرنه وکړي،خو په راتلونکې کې ددوي اقتصادي هلې ځلې بايد ددوي په کړو وړو کې لومړی ځای ولري،حال دا چې روسيه د ترهګرۍ او تندلارې په وړاندې مبارزې ته لومړی ځای ورکوي .

دا له دې کبله ده چې چين ځان د کوم ترهګرې ډلې له ګواښ او يا کورنۍ ستونزې سره مخامخ نه ګڼي او دخپلو مسلمانانو دبغاوت ستونزې يې لا دمخه آوارې کړې دي .

-م سکو اقتصادي ملګرتيا د راتلونکو لسيزو خبره ګڼي،حال دا چې پيکن سمدلاسه د ګډو اقتصادي سيمو او دغړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو اقتصادي بازارونو ټينګار کوي .

- چينايی استازي په غير رسمي توګه دا تکراره وي چې روسيه په پټه د شانګهای د ملګرتيا په سازمان کې د هند د غړيتوب لپاره هلې ځلې کوي .

-دغه راز په منځنۍ آسيا کې د سازمان دځينو غړو هېوادونو()تر منځ د پولو ،اوبو ،قامي اخ او ډب او نور کړکيچونه هم شته .

-د دغه سازمان غړي هيله لري چې په دې سازمان کې دې دهند دګډون غوښتنه ژر تر ژره ومنل شي حال دا چې روسيه ټينګار کوي چې هند او پاکستان بايد هممهاله ددې سازمان غړي شي.

بلاروسيې هم په دې سازمان کې د ناظر غړيتوب وړانديز کړی دی.

- د شانګهای د ملګرتيا سازمان د 2006 کال د اپريل په مياشت کې په يوه رسمي اعلاميه کې د نشي ټوکو نړيوال ګواښ د اقتصادي ترهګري په نامه ونوماوه او د روسيې استازي له غړو هېوادونو نه يې د نشي ټوکو، په تېره بيا له افغانستان نه ددغه ګواښ په وړاندې د مبارزې دپياوړتيا غوښتنه وکړه .