برتانيا د خوشه يي بمونو پر کارولو بنديز ولګاوه

خوشه يي بمونه
Image caption د خوشه يي بمونو د ننه لسګونه او ځينې وخت ان سلګونه نور کوچني بمونه ځای پرځای شوي وي، چې ډېره سیمه تر خپل پوښښ لاندې راوستی شي .

برتانيا ويلي چې نور به خپلو پوځيانو ته د خوشه يي بمونو د کارولو اجازه نه ورکوي.

وړاندې په ۲۰۰۸ کال کې برتانيا د اوسلو په نړيوال تړون کې هغه هوکړه ليک لاسليک کړی و، چې نور به خوشه يي بمونه نه کاروي. د دغه قانون پر تصويبولو د برتانیا ولسي جرګې درې ځلې غونډه وکړه .

تر دې وړاندې لوردانو هم دغه قانون لاسليک کړی و، چې اوس د ملکې ۲ اليزابېت لاسليک ته اړتيا لري.

د خوشه يي بمونو کارولو زرګونه انسانان وژلي او يا يې معيوب کړي دي .

برتانيا د ۲۰۰۸ په مۍ مياشت کې هوډ وکړ، چې نور به خوشه يي بمونه نه کاروي .

تمه کېږي چې برتانیا به د ۲۰۱۳ کال تر پايه پورې د خپلو خوشه يي بمونو زېرمه له منځه يوسي .

خوشه يي بمونه تر ډېره د دويمې نړيوالې جګړې پرمهال د دښمن د وېرولو او ځپلو لپاره کارېدل، چې بيا وروسته پرمختللې بڼه ورکړل شوه .

د خوشه يي بمونو د ننه لسګونه او ځينې وخت ان سلګونه نور کوچني بمونه ځای پرځای شوي وي، چې ډېره سیمه تر خپل پوښښ لاندې راوستی شي .

دغه کوچني بمونه د لوبو د ځينو توکو او يا نورو شيانو په شکل جوړ دي، چې زياتره قربانيان يې هغه ماشومان دي، چې له اخيستو وروسته يې په لاسونو کې چووي.

د برتانيا په دې قانون کې د خوشه يي بمونو پر کارولو، توليدولو او لېږدولو بنديز لګول شوی .

امريکا، روسیه، چين، پاکستان او اسراييل هغه هېوادونه دي چې د خوشه يي بمونو د نه کارولو تړون یې نه دی لاسليک کړی .