پاکستان: څارګرو الوتکو پنځه تنه وژلي

د امريکا بې  پيلوټه هوايي الوتکه
Image caption دوه ورځې وړاندې هم ميرانشا ته څېرمه پر دته خېلو سيمه د امريکا څارګرو الوتکو څلور تنه ووژل .

پاکستان ويلي د امريکا څارګرو الوتکو د شمالي وزيرستان میرانشاه ښار پر يوه مارکېټ بريد کړی، چې لږ ترلږه پنځه تنه پکې وژل شوي.

په وژل شوو کې درې ولسي وګړي ښودل شوي، خو د دوو نورو وژل شوو په اړه څه نه دي ويل شوي .

بريد تېره شپه شاوخوا لس بجې د ميرانشا په جنوبي برخه کې په يوه مارکېټ شوی دی .

په ميرانشا کې يوه پوليس چارواکي بي بي سي ته ويلي بريد د چوندري په نامه مارکېټ پر يوه خونه شوی، چې د پنځو تنو پر وژل کېدو سربېره پکې درې نور کسان ټپيان شوي .

سرچينه وايي چې په غالب ګمان دوه وژل شوي به عرب جنګيالي وي .

په ټپيانو کې دوه ولسي وګړي دي .

ځايي خلکو ویلي چې ښايي په بريد کې د ځايي طالبانو د مشر حافظ ګل بهادر د ډلې جنګيالي وژل شوي وي .

د روان کال له پيله تراوسه پر وزيرستان د امريکا څارګرو الوتکو اته بريدونه کړي .

ويل کېږي چې په دې بريدونو کې تر دوو سو ډېر کسان وژل شوي .

دوه ورځې وړاندې هم ميرانشا ته څېرمه پر دته خېلو سيمه د امريکا څارګرو الوتکو څلور تنه ووژل .

ورته مطالب