رامسفيلډ ولې د امريکا په اړه اندېښمن دی؟

ډونالډ رامسفيلډ
Image caption رامسفيلډ وايي چې : (( په دې کتاب کې به د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ د پېښو په اړه پټ رازونه په ډاګه کړي، امريکا ولې پر عراق بريد وکړ... ، هغه مهال ما نه غوښتل چې دا خبره په ډاګه کړم، باور کوم چې زما دا کتاب به دا ټول موضوعات راواخلي .))

د امريکا پخواني دفاع وزير چې اوسمهال ۷۸ کلنۍ ته رسېدلی، ويلي کله چې امريکا پر عراق د بريد هوډ وکړ، ترکيې ورسره هېڅ همکاري ونه کړه .

دی وايي چې هغه مهال يوه عسکري ډله کافي نه وه، چې پر عراق دې بريد وکړي، بلکې د ترکيې ښکېلتیا ته ډېره اړتيا وه، خو داسې ونه شول .

رامسفيلډ زياتوي چې په لومړي سر کې وسله والو بې درېغه بريدونه کول، او له وخته يې ښه ګټه واخيسته .

د امريکا پخوانی دفاع وزیر، چې اوسمهال په خپل يوه شخصي شرکت (د رامسفيلډ شرکت) کې په کار بوخت دی، وايي دا شرکت يې په ۲۰۰۷ کال کې جوړ کړی .

دی زياتوي چې خپل ټول وخت په خپل شرکت کې تېروي، او له خپلې ښځې جويس رامسفيلډ سره بيا په خپله رخصتۍ کې بهر وځي .

رامسفيلډ په خپل دغه شرکت کې له خپلې ښځې سره په نيمايي شريک دی .

دی وايي اوس يې خپل ډېر وخت د يوه کتاب ليکلو ته ځانګړی کړی، او هڅه کوي چې ډېر ژر يې بشپړ او د ۲۰۱۱ کال تر پايه يې چاپ کړي .

رامسفيلډ وايي چې : (( په دې کتاب کې به د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ د پېښو په اړه پټ رازونه په ډاګه کړي، امريکا ولې پر عراق بريد وکړ... ، هغه مهال ما نه غوښتل چې دا خبره په ډاګه کړم، باور کوم چې زما دا کتاب به دا ټول موضوعات راواخلي .))

دی وايي چې د امريکا له تېرو ټاکنو هم راضي نه دی، او پر اوباما نيوکه کوي، چې خپلې ژمنې يې تر سره نه کړې، چې د ده په وينا (دا يو ډېر ناوړه کار دی، او د يوه امريکايي وګړي په توګه ما ډېر ځوروي، خو دلته حالات ورځ تر بلې خرابېږي.)

دی وايي که څه هم سوداګري يې په ښه توګه پرمخ ځي، خو هغه څه چې په امريکا کې روان دي او يا نړۍ د امريکا په اړه کوم فکر کوي، ډېر يې ځوروي .

ډونالډ رامسفيلډ په ۲۰۰۶ کال کې د امريکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش لخوا د دفاع وزارت له منصب نه ليرې کړای شو .