عراق: علاوي تر بريا وروسته د حکومتي تشکيل سلامشورې کوي

ایاد علاوي
Image caption خپله اياد علاوي ويلي چې د يوه ايتلافي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو نورو ګوندونو سره کار کولو ته چمتو دی

د عراق پخوانی لومړی وزير اياد علاوي په يوه وړوکي اکثريت د عراق د پارلماني ټاکنو ګټونکی اعلان شوی دی .

دغه ټاکنې په عراق کې تر څو کلنې کورنۍ جګړې وروسته د ټيکاو د رامنځ ته کولو په موخه ترسره شوې .

خو د هغه د بري توپير، چې يوازې دوه رايې دي، دومره کوچنی دی، چې کېدای شي د نوي حکومت تر جوړېدو د اوونيو لپاره سياسي شخړې رامنځ ته کړي.

اوسني لومړي وزير نوري المالکي ويلي چې د ټاکنو پايلې به په محکمه کې وننګوي .

خو ښاغلي علاوي پر ټاکل شوو کسانو غږ کړی چې د عراقيانو لپاره دې خپل اختلافتون يوې خواته پرېږدي:

((موږ ټول د دغه هېواد د ثبات او د خلکو د عزت او يووالي لپاره مسؤوليت لرو، او موږ بايد په يو موټي توګه کار وکړو، د عراق خلکو چې موږ ته يې رايه راکړې، چې په راتلونکي پارلمان کې يې استازي و اوسو، دا غوښتنه لرله او موږ يې بايد د پوره کولو لپاره زيار وباسو. ))

د عراق د پارلماني ټاکنو تر اعلان لږ څه مخکې تېره ورځ لږ ترلږه ۴۰ کسان د بغداد شمال ته د خالص په ښارګوټي کې د دوه بمونو په چاودنو کې ووژل شول .

په دغو بريدونو کې چې د يوه رستورانت مخې ته وشول، لږ ترلږه ۶۰ کسه نور ټپيان شول .

Image caption المالکي وايي چې د ټاکنو کميسيون بايد د سیاسي ډلو غوښتنو ته غوږ کېږدي، او ګڼل شوې رايې له سره وشمېرل شي.

ګټونکی علاوي وايي له ټولو ګوندونو سره کار کولو ته چمتو دی چې يو ايتلافي حکومت جوړ کړي ، خو نوري المالکي دا پايلې نه مني .

ښاغلي علوي ۹۱ څوکۍ او اوسني شيعه مذهبه لومړي وزير نوري المالکي ۸۹ څوکۍ ګټلې دي

په عراق کې پارلماني ټاکنې د مارچ پر اوومه نېټه ترسره شوې .

د سيالو ډلو څوکۍ

ډله څوکۍ
د العراقيه ډله 91 څوکۍ
د ايتلافي قانون ډله 89 څوکۍ
د عراق ملي ايتلاف 70 څوکۍ
اکردستاني ايتلاف 43 څوکۍ
د بدلون حرکت (كوران) 8 څوکۍ
د عراق د توافق جبهه 6 څوکۍ
د عراق د يووالي ډله 4 څوکۍ
د کردستان اسلامي اتحاد 4 څوکۍ
د کردستان اسلامي ډله څوکۍ

نوري المالکي په ترسره شوو ټاکنو کې پر ادعا شوو درغليو اندېښنه ښوولې ده او وايي چې د ټاکنو د پايلو پرضد به په محکمه کې عريضه کوي .

المالکي وايي چې د ټاکنو کميسيون بايد د سیاسي ډلو غوښتنو ته غوږ کېږدي، او ګڼل شوې رايې له سره وشمېرل شي .

لومړي وزير وويل په ټاکنو کې بايد هغو کسانو ته د سيالۍ اجازه نه وای ورکړل شوې، چې د صدام حسين له بعث ګوند سره د تړاو تورونه پرې لګول شوي :

د لږکيو څوکۍ

ايزيديون - د اصلاح او پرمختګ ايزيديه ډله يوه څوکۍ
شبك - محمد جمشيد عبدالله يوه څوکۍ
صابئة - خالد امين رومي يوه څوکۍ
مسيحیان: د رافيديو ډله 3 څوکۍ

((زه فکر نه کوم چې نننۍ پايلې به وروستۍ وي، ځکه چې نورې مسالې لاپرځای پاتې دي چې د ټاکنو کميسيون يې بايد په پام کې ونيسي . موږ به د پايلو درناوی وکړو، خو يوازې هغه وخت چې ټول ګټونکي کانديان د هغې ادارې د پلټنو تابع وګرځول شي، چې د بعث ګوند غړي پاکوي . څنګه کېدای شي چې په هغوی کې داسې کسان وي چې د ترهګرۍ په تور په توقیف کې وي، خو ښايي بيا يې هم په پارلمان کې څوکۍ ګټلې وي. په کار ده چې په دې اړه قانوني کتنه وشي او شکمن کانديان وايستل شي، که يې څوکۍ ګټلې وي او که يې نه وي ګټلې.))

خو ملګري ملتونو چې د عراق د ټاکنو د بهير په سنبالښت کې يې مرسته کړې، وايي دا ټاکنې باوري وې او د درغلۍ د موندنې شواهد نه دي موندل شوي .

ملګرو ملتونو پر ټولو ګوندونو او نوماندانو غږ کړی چې د تېرو ټاکنو پايلې ومني .

امريکا هم ويلي چې تر اوسه دوی په رايو کې د درغلۍ شواهد نه دي ليدلي .

خپله اياد علاوي ويلي چې د يوه ايتلافي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو نورو ګوندونو سره کار کولو ته چمتو دی :

((نن د ټاکنو پايلو د العراقيه ګوند لخوا د نوي حکومت د جوړېدو موضوع هواره کړه، موږ د نوي حکومت په جوړولو کې له ټولو عراقي ډلو سره په ګډه کار کوو. که هغوی ګټونکي وي او که نه وي. ))

د عراق په پارلماني ټاکنو کې د کابو ۸۶ سياسي ګوندونو ۶۰۲۰ کانديانو د پارلمان د ۳۲۵ څوکيو لپاره نوم ليکنه او سيالي کړې وه .

په ټاکنو کې د رای ورکوونکو شمېر په سلو کې ۶۲ و، چې پنځه کاله وړاندې د عمومي ټاکنو په پرتله ۱۳ په سلو کې کم و .

ورته مطالب