پاکستان: په اورکزيو ايجنسۍ کې ۳۲ اورپکي، ۶ پوځيان وژل شوي

پاکستاني پوځيان
Image caption د پاکستان پوځ وايي په وژل شوو پوځيانو کې يو ډګروال هم دی.

د پاکستاني پوځ يوه وياند وويل چې نښته وروسته له هغه شوې چې لسگونه اسلامپاله جنگيالو د تېرې پنجشنبې په شپه په اورکزيو ايجنسۍ کې يوه پوسته ونيوله او پوځ يې د بېرته نيولو لپاره بريد وکړ.

هغه وويل چې ډېرى وژل شوي وسله وال ازبک او عربان دي.

تر دې مهاله مستقلو سرچينو د پوځ ددې بيان سپىناوى نه دى کړى.

د پاکستان پوځي زياتوي نښته تر دوو څو ساعته هوايي بريد وروسته شوې ده .

دوی وايي چې په ادتا سيمه کې ۱۵ اورپکي او په خرم قبايلي سيمه کې ۱۷ نور وسله وال ووژل شول .

پاکستانی پوځ زياتوي چې په وژل شوو سرتېرو کې يو ډګروال هم دی .

د پاکستان يوه پوځي قوماندان جنرال طارق خان ويلي په اورکزيو ايجنسي کې د عملياتو پرمهال په ۳۲ وژل شوو اورپکو کې بهرني جنګيالي هم شامل دي .

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ (جمعه، د مارچ ۲۶مه) د جمعې ترلمانځه وروسته خبريالانو ته کولې .

جنرال خان زياته کړه چې په وژل شوو بهرنيو جنګياليو کې د چيچينيا، اوزبکستان او عربي هېوادونو اورپکي هم ول .

نوموړی ادعا کوي چې په اورکزيو ايجنسۍ کې د تېرو دوو ورځو په روانو عملياتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي .

د شمالي وزيرستان عمليات

ده ويلي چې په شمالي وزيرستان کې هم پوځ د ورته عملياتو هوډ لري، چې لا تراوسه د عملياتو د پيلېدو پر نېټه سلا نه ده شوې .

د اورکزيو ايجنسۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې د نا امنيو شاهده ده .

ويل کېږي چې په دغه قبايلي سيمه کې د القاعدې او وسله والو جنګياليو پټنځايونه جوړ کړي، چې د کابو ۳۶۰ ځانمرګو بريدونو او چاودنو مسؤولين بلل کېږي .

د رپوټونو له مخې په تېرو دوه نيمو کلونو کې پاکستان کې ځانمرګو بريدونو او چاودنو تر ۳۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي .