امريکا او روسيه د اتومي وسلو د کمولو روغې ته ورسېدل

اوباما
Image caption د سټارټ - په نامه نوي تړون په اړه اوباما د روسیې له ولسمشر ديمتري مدويديف سره په تيلې فون غږېدلی دی.

د امريکا متحده ايالتونو او روسيې د اتومي وسلو د کمولو په اړه يوې روغې ته رسېدلي دي

دغه تړون چې د " سټارټ" په نامه يادېده، د اوباما او مدويديف ترمنځ د تېرې جمعې په ورځ د تيلې فون له لارې پرې خبرې وشوې .

ټاکل شوې ده چې د سټارټ تړون به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو لخوا د اپرېل پر ۸ مه د چيک جمهوريت په مرکز پراګ کې لاسليک شي .

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کې وويل د سټارټ نوې تړون چې د اتومي سرکيو د کمولو غوښتنه کوي، د روسيې او امريکا ترمنځ لاسليک کېږي، چې په نړۍ کې نور هېوادونه هم د اتومي د نه خپراوي تړون له مخې خپلې دندې ترسره کړي .

ده وويل : "موږ خپلو خبرو ته د عمل جامه ورواغوستله"، او په وينا يې دې روغې ته رسېدل د روسيې او متحده ايالاتو ترمنځ د اړيکو د نوي څپرکي پيلامه ده .

. دغه تړون به د يو شمېر ستراتيژيکو اټومي سروکو په کمولو کې چې د دواړو خواوو لخوا يې شمېره د ۱۵۰۰ او ۱۶۰۰ ترمنځ ده مرسته وکړي .

تړون د ١٩٩١ کال د پيل د ستراتيژي پرځاى رامنځته کېږي چې په تېر دسمبر کې یې موده پاى ته ورسېده .

Image caption ټاکل شوې چې د اوباما او مدويديف ترمنځ به دغه نوی تړون په پراګ کې لاسليک شي.

((د نړۍ تر ټولو دوه لوی اتومي ځواکونه متحده ايالتونه او روسيه په دې موافقې همداراز غواړي دا خبره په ډاګه کړي چې موږ غواړو مخکښ شو، د اتومي نه خپراوي تړون ته د خپلو ژمنو په ساتلو موږ د دغو وسلو د نه خپراوي نړيوالې هڅې پياوړې کوو او نور هېوادوونه هم باید خپل مسؤولیتونه سر ته ورسوي. ))

" مهم ګام"

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي د اتومي سرکيو په اړه دغه نوی تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په برخه کې يو" مهم ګام" دی .

دې ويلي روسيه او متحده ايالتونه لاهم په نړۍ کې په سلو کې ۹۰ اتومي وسلې توليدوونکي هېوادونه دي، چې په وينا يې " موږ د خپل ولس د ساتنې لپاره دومره لويو اتومي وسلتونونو او سترو سرکیو ته اړتيا نه لرو."

ورته مطالب