پاکستان: څارګرو الوتکو ۴ تنه ووژل

بې پيلوټه الوتکه
Image caption په پاکستان کې څارګرې الوتکې په يوه تازه بريد کې لږ ترلږه څلور تنه ووژل شول.

پاکستاني چارواکي وايي په شمالي وزيرستان کې بې پيلوټه الوتکې، چې غالباً د امريکا به وي، بريد کړی، چې لږ ترلږه څلور تنه يې وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي .

په بريد کې د وژل شوو او ټپيانو هويت لا تراوسه نه دی ښودل شوی .

د پاکستان يوې استخباراتي سرچينې ویلي ښايي دا بريد د افغانستان پولې ته څېرمه د اورپکو پر يوه پټنځي شوی وي .

چارواکو ويلي يو توغندی پر هغه کور لګېدلی، چې غالباً اورپکي پکې پټ ول، چې څلور تنه پکې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي .

د سرچينې په وينا، د بې پيلوټه الوتکې بل توغندی په يوه کرونده کې لګېدلی، چې مرګ ژوبله يې نه درلوده .

ویل کېږي چې د شمالي وزيرستان اړونده مير علي سيمه تر ډېره د وسله والو د پټنځي په توګه کارول کېږي، په تېره بيا په سيمه کې د حافظ ګل بهادر ډله، چې له القاعدې سره نژدې اړيکي لري، هلته فعاليت کوي .

د فرانسې يوه خبري اژانس ويلي، په دغه سيمه کې عرب او اوزبک اورپکي هم پټ دي، چې له هغه ځايه په نورو سيمو کې بريدونه سنبالوي .

د پاکستان د استخباراتو ادارې ويلي تر دې وروستي بريد وروسته په شمالي وزيرستان کې اورپکو د بريد سيمه بنده کړې او هلته نه څوک ورپرېږدي او نه بهر ته چاته د وتلو اجازه ورکوي .

ورته مطالب