روسيه: په ميترو کې ۲ 'ځانمرګو' بريدونو لسګونه کسان وژلي

مسکو
Image caption د ۲۰۰۴ کال په فبرورۍ مياشت کې هم د مسکو په ميترو کې زورورې چاودنې لږر ترلږه ۳۹ تنه ووژل.

د روسيې پلازمېنه مسکو کې د ځمکې لاندې په مېټرو کې د دوو ځانمرګو بريدونو په پايله کې لږ تر لږه ۳۷ تنه و‌ژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان دي .

د امنيتي سرچينو له قوله په لومړي بريد کې چې د لیوبوانکا د مرکزپه سټيشن کې شوی ۲۵ تنه په کې و‌ژل شوي دي .

دويم بريد چې له لوموي شاوخوا ۴۰ دقيقې وروسته د پارک کلچرې په سټيشن کې وشو، ۱۲ تنه په کې وو‌‌ژل شول .

د بېړنيو حالاتو چارواکي وايي ‌ژغورونکي د پېښې په ځای کې دي او د حالاتو د راکابوکولو هڅې کوي .

روسي چارواکو ويلي چې بريدونه د دوو ښځو لخوا شوي دي.

د ژغورنې ډلې د مړو او ټپيانو په رايستلو بوختې دي، چې ښايي د مړو شمېر زيات شي .

بريدونه داسې مهال شوې، چې ګڼ خلک د ګاډي د راتګ په انتظار ول .

د روسيې لومړي وزير ويلاديمير پوتين چې اوس د سربستان په سفر بوخت دی، دا بريدونه په سختو ټکو غندلي دي.

په تېرو څو اوونيو کې روسي پوځيان له اورپکو سره سختې نښتې کړې دي.

په تېر د روسيې مرکز مسکو د ورته بريدونو شاهد و، چې روسيې يې پړه د چيچينيا د جلا غوښتونکو پر فعالينو ور اچوله .

په تېر نومبر مياشت کې روسيې وويل چې لږ ترلږه ۲۰ اورپکي يې په انګوشتيا کې د عملياتو پرمهال وژلي دي.

د ۲۰۰۴ کال په فبرورۍ مياشت کې هم د مسکو په ميترو کې زورورې چاودنې لږر ترلږه ۳۹ تنه ووژل.

چاودنه په ميترو کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې وه.

شپږ مياشتې وروسته بيا له ميترو بهر يوه تن خپل ځان وچووه، چې ۱۰ تنه يې ووژل .

د دواړو بريدونو پړه د چيچين پر جلا غوښتونکو ور اچول شوې وه.

او په تېر نومبر مياشت کې بيا د کاکاسيان مجاهدينو د يوې بمي چاودنې پړه، چې ۲۶ تنه پکې و،ژل شول، پر غاړه اخيستې وه.

ورته مطالب