قبايلي سيمو ته د اتو صنعتي هېوادونو د مرستې ژمنه

د پاکستان او افغانستان ګډه پوله
Image caption هره ورځ ګڼ افغانان له پاکستانه خپل هېواد او له افغانستان نه پاکستان ته اوړي.

د اتو سترو صنعتي هېوادونو استازو په کاناډا کې د خپلې ناستې په درشل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له قبايلي سيمو سره خپله اقتصادي مرسته اعلان کړه.

له دې پروګرام نه هدف د دواړو ګاونډيو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې پراختيا ښودل شوې ده.

همدارنګه د اتو صنعتي هېوادونو په دې اقتصادي همکارۍ کې به د دواړو هېوادونو بېخ بناوو او په سيمه کې خلکو ته د کار کولو زمينو برابرولو ته پاملرنه وشي.

په ناسته کې د کاناډا د بهرنيو چارو وزير لارنس کانن ټينګار کاوه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د قبايلي سيمې ارامي د نړۍ پر ارامۍ اغېز کوي، او نارامي يې نړۍ له نارامۍ سره مخامخ کوي.

د ۸ سترو صنعتي هېوادونو په يوه خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي، چې استازو دا کار له افغان او پاکستاني حکومتونو سره په سلا مشوره کړې دی.

په دې پروسه کې نړیوال بانک او د اسيا پراختيايي بانک هم برخه لري.

د اتو سترو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د راتلونکې جولای مياشتې پر ۲۵مه او ۲۶مه د کاناډا د موسکوکا په اونتاريو کې سره جرګه کېږي.

په راتلونکې سرمشريزه کې به په عمومي توګه پر نړيوالو امنيتي چارو او په تېره بيا د ايران او شمالي کوريا د اتومي فعاليتونو په اړه خبرې وشي.

سربېره پر دې، په غونډه کې افغانستان، پاکستان او يمن کې د ترهګريزو ګواښونو د مخنيوي د لارو چارو پر سر هم خبرې کېدونکې دي.

په راتلونکې سرمشريزه کې به د برتانيا، کاناډا، المانيا، فرانسې، ايټاليا، جاپان او متحده ايالتونو د باندينيو وزيران ګډون کوي.

همداراز، ناستې ته د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ تګلارې استازې کاترين اشتون هم وربلل کېږي.