پاکستان کې ايرانی دپلمات خوشی شو

حشمت الله عطارزاده
Image caption حشمت الله عطارزاد د پاکستان پېښور ښار کې د ايران په کونسلګرۍ کې د سوداګرۍ د برخې مشر و.

د ايران دپلماتيکو سرچينو ويلي چې پاکستان کې يو تښتول شوی ايرانی دپلمات خوشی شوی دی .

ايران هم منلې چې د دغه هېواد د استخباراتي هڅو په پايله کې ښاغلی عطارزاده له خوشي کېدو وروسته خپل هېواد ته ستون شوی.

سرچينې ويلي چې حشمت الله عطارزاده د يو لړ "پېچلو استخباراتي عملياتو" په پايله کې راخوشی شوی، خو په اړه يې نور جزييات لا نه دي ورکړل شوي.

پاکستان هم د ښاغلي عطارزاده د خوشي کېدو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

دغه ايرانی دپلمات داسې مهال راخوشی کېږي، چې پاکستان کې د اورپکو لخوا د تاوتريخوالي کچه مخ پر ډېرېدا ده.

حشمت الله عطارزاد د پاکستان پېښور ښار کې د ايران په کونسلګرۍ کې د سوداګرۍ د برخې مشر و.

نوموړی د ۲۰۰۸ کال په نومبر مياشت کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا وتښتول شو او چلوونکی يې د برمته کوونکو لخوا په ډزو ووژل شو.

Image caption د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر پر٢٢ غرمه مهال ناپېژاندو وسله والو د پاکستان په پېښور کې افغان کونسل او نوى نومول شوى سفير حاجي عبدالخالق فراهي په سپينه ورځ وتښتاوۀ او موټرچلوونکى يې وواژۀ .

د ايران د باندينيو چارو وزارت دا پېښه په سختو ټکو غندلې وه او دا يې يو ترهګريز کار بللی و .

په دې لړ کې ايران د پاکستان سفير د پوښتنو ګروېږنو لپاره هم ورغوښتی و.

پېښور د پاکستان په شمال لوېديځ کې له سترو ښارونو بلل کېږي، چې په تېرو څو کلونو کې يې امنيت له ګواښ سره مخامخ شوی او د اورپکو فعاليتونه پکې ډېر شوي دي.

رپوټونه وايي چې د دغه ايران دپلمات په راخوشي کېدو او د ايران لخوا د عبدالمالک ريګي په نيول کېدو سره دا ايراني څارګرې ادارې ته يوه ستره لاسته راوړنه ده.

په تېر نومبرمياشت کې پېښور کې د ايران د کونسلګرۍ يو پاکستانی کار کوونکی په خپل کور کې د وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر پر٢٢ مه غرمه مهال ناپېژاندو وسله والو د پاکستان په پېښور کې افغان کونسل او نوى نومول شوى سفير حاجي عبدالخالق فراهي په سپينه ورځ وتښتاوۀ او موټرچلوونکى يې وواژۀ .

د ښاغلي فراهي په اړه لا تر اوسه هېڅ مالومات نه شته.

ښاغلي فراهي شپږ کاله په پاکستان کې د جنرل کونسل په توگه دنده ترسره کړې ده.