د سرحد ايالت د نوم بدلولو لايحه شورا ته وړاندې شوه

د پاکستان ستره محکمه
Image caption د پاکستان د اساسي قانون په يوې لايحې کې بدلون به د ولسمشر واک کم کړي .

( جمعه د اپريل دويمه ) د پاکستان په ولسي جرگه او مشرانو جرگه کې د هېواد د اساسي قانون د اتلسمې مادې د بدلون بېل يا لايحه وړاندې شوه.

دغه بېل چې د ايني اصلاحاتي کمېټې له خوا د نهه مياشتو د هڅو نه وروسته جوړ شو، د کمېتې د مشر سناتور رضارباني لخوا ملي شوراته وړاندې شو.

په بېل کې د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال مشرف پر وخت جوړ کړې شوې قانون لېګل فرېم ورک ارډر ( اېل اېف او)، د اساسي قانون د اولسمې مادې، د پوځي مشرانو د ټاکلو واک لومړي وزير ته د سپارلو، په ځينې مهمو پرېکړو کې ولسمشر د لومړي وزېر د مشورې تابع کولو سربېره د ولسمشر نه د اسمبلۍ د ماتولو دواک د اخيستلو وړاندېز هم شوى.

د کمېټې د مشر رضارباني له خوا د بېل تر وړاندې کولو مخکې لومړي وزير سيد يوسف رضاګيلاني ملي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې دايوه تاريخي ورځ وبلله.

هغه هيله څرګنده کړه چې له نويو بدلونونو سره به هېواد کې ادارې قوي شي.

د اساسي کمېټې حدف د پوځي واکمنانو د واکمنۍ پر مهال په اساسي قانون کې د شويو بدلونو ختمول او د ١٩٧٣ کال اساسي قانون په خپل سم حالت کې په ځاى کول دي. کمېټه د ولسمشر واک لومړي وزير او پارلمان ته د سپارلو او د ولسمشر د اسمبلۍ د ماتولو په ټکو هم کار کوي.

پاکستان کې پارلماني نظام دى ، په کوم نظام کې چې ټول اختيارات د لومړي وزير او پارلمان سره وي.

وړمه ورځ د ملي اسمبلۍ مرستيال ريس فيصل کريم کنډي ويلي و، چې دا بېل به د جمعې په ورځ يعنې همدا نن اسمبلۍ ته وړاندې شي او امکان لري چې دغه بېل د روانې مېاشتې په پنځمه نېټه ګډ پارلمان ته د ولسمشر اصف علي زرداري د وينا پر وخت منظور کړى شي.

خيبر پښتونخوا

دملي شورا له تصوېب کولو وروسته به بېل د لاسليک لپاره ولسمشر ته سپارل کيږي.

د بېل په مهمو وړاندېزونو کې يو د صوبه سرحد نوم په خېبر پښتونخوا سره بدلول دي.

د مذهبي ګوند جمعيت علماى اسلام پخواني سناتور راحت حسين واېي د دوى ګوند د صوبې دنوم د بدلولو د وړاندېز خلاف نه دى، خو دوى غواړي چې د خلکو نورې ستونزې هم حل شي.

د مسلم لېګ نواز ګوند يو مشر اقبال ظفر جهګړا وايي که چيرې د اتلسمې مادې ټول وړاندېزونه د ملې شورا له خوا تصوېب شي نو دا به د پاکستان په راتلونکي سياست يو ښه اثر ولري.

هغه وويل د بېل په تر ټولو مهم بدلونو نو کې د صوبه سرحد نوم بدلول او صوبو ته خپل واک ورکول دي.

ياده دې وي چې د اساسي قانون د اتلسمې مادې د بېل د لاسلېک کولو لپاره د تېرې مېاشتې پنځوېشتمه نېټه ټاکل شوې وه.

خو دا کار هغه وخت وځنډول شو چې د مسلم لېګ نواز ګوند مشر نواز شريف يو خبرې غوڼدې ته ويل چې د حکومت او مسلم ليګ نواز ګوند تر منځ د قاضيانو د ګمارلو په ټکې اختلاف دى.

ورته مطالب