د کرمې او اورکزو اوسېدونکي کډو کولو ته اړ شوي

کډوال
Image caption له کرمې او اورکزو ايجنسيو نه راکډه شوي کډوال وايي چې هېڅ سرپنا، خواړه او اوبه نه لري.

د پاکستان په دوه قبايلي سيمو کرمې او اورکزو ايجنسيو کې د ناوړه امنيتي وضعيت له امله په زرګونو خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي .

دغه بې کوره شوي خلک د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو کوهاټ او هنګو کې پناه اخستې .

په اورکزو ايجنسي کې امنيتې وضعيت ډېر خراب شوی، او هروخت له دې سیمې نه د وسله والو او امنيتي سرتېرو ترمنځ د نښتو رپوټونه ورکول کېږي.

همدارنګه کرمه ايجنسي هم يوه نارامه قبايلي سيمه ده، په نوموړې ايجنسۍ کې له نورو امنيتي ستونزو سربېره د شيعه او نورو مذهبي ډلو ترمنځ د تاو تريخوالي له کبله ګڼ شمېر خلک خپل کورونه پرېږدي.

د اېس ار اېس په نامه یوه مرستندويه اداره په کوهاټ او هنګو ولسواليو کې له بې کوره شوو خلکو سره خوراکي مرستې کوي .

د دغې ادارې مشر حسن عباس بي بي سي ته وويل چې تر اوسه په کوهاټ او هنګو کې تر ۲۵ زرو ډېرې کورنۍ راجستر شوې دي.

هلته د بې کوره شوو خلکو د نوم ليکنې بهير په چټکۍ سره روان دی .

ښاغلی عباس زیاتوي چې د بې کوره شوو خلکو ډېره برخه له اورکزو ايجسنۍ راکډه شوي، چې په وينا يې هره ورځ کوهاټ او هنګو ته په سلګونو کورنۍ راځي .

په کوهاټ کې د بې کوره شوو خلکو لپاره د حکومت لخوا هېڅ مرسته يا سرپناګانې نه دي جوړې شوې، کډوال يا پرخپلو خپلوانو دېره شوي او يا هم په کرايي کورونو کې اوسېږي.

له د اورکزو نه کوهاټ ته يو راغلی کډوال ثاقب السلام وايي د حکومت لخوا ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې .

خو د خيبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې د کرمې او اورکزو ايجنسيو د بې کوره شوو خلکو لپاره ايله يو کمپ جوړ شوی. خو د محمد خواجه په نامه دغه کمپ د ډېرو کډوالو لپاره بسنه نه کوي .

د دغه کمپ يو اوسېدونکی جنت خان وايي چې دوی ت د حکومت لخوا يوازې کېږدۍ ورکړل شوې او نوره مرسته نه ده ورسره شوې .

د پنډغالي يو بل اوسېدونکی عبدالغفور وايي بې کوره شوي خلک لکه د ځناورو په شان خراب ژوند لري، نه اوبه لری او نه خوراکي توکي.

کارپوهان وايي په سيمه کې ګډوډۍ او نارامي بې کوره شوو خلکو ته د پوره مرستو نه رسېدو يو ستر لامل دی .

د جنوبي وزيرستان بې کوره شوي کډوال تر ډېره په ډېره اسماعيل خان او ټانک ولسواليو کې له خپلو خپلوانو سره اوسېږي او یا هم کرايي کورونو ته اړ شوي.

له باجوړه هم رپوټونه وايي چې له هغه ځايه کډوال د کوز دېر په مرکزي ښار تيمرګره، د نوښار به جلوزو او د پېښور په ګړهۍ کمپونو کې پنډ شوي.

بې ځايه شوي خلک غوښتنه لري چې حکمت باید لومړی په جګړو کې د هغوی ویجاړ شوي کورونه بېرته ورغوي، او بيا دې هغوی ته د کاروبار زمينه برابره کړي.

ورته مطالب