عراق: د ایران، مصر او المان پر سفارتونو بريدونه وشول

بغداد
Image caption وړاندې د عراق پوليسو ویلي وو ۲۵ تنه هغو ټوپکمارو ووژل چې د عراق د پوځ کالي يې اغوستي وو.

د عراق امنيتي سرچينې وايي چې نن له غرمې وړاندې په بغداد کې د ايران، مصر او المان پر سفارتونو مرګوني بريدونه وشول، چې لږ ترلږه ۳۰ تنه پکې ووژل شول او تر ۱۶۸ ډېر نور ټپيان شول.

دا خبره د عراق د کورنيو چارو وزارت تاييد کړې ده.

د عراق امنيتي سرچينې وايي چې دوه ځانمرګی بريدونه د مصر او ايران پر سفارتونو وشول، او درېيم هغه يې د المان سفارت ودانۍ ته څېرمه وشو.

د فرانس پرېس خبري اژانس د عراق د امنيتي ځواکونو د وياند قاسم عطا له خولې ويلي " دوو ځانمرګو بريد کوونکو د ايران او مصر سفارتونه په نخښه کړل او درېيم هغه بيا د المان سفارت ته نژدې ځان وچووه" .

په بغداد کې د ايران او مصر سفارتونو ويندویانو رسنيو ته ويلي چې په دواړو بريدونو کې د سفارتونو هېڅ کوم کار کوونکی نه دی وژل شوی.

په بغداد کې د ايران د سفارت يوه چارواکي ويلي په بريد کې د سفارت ودانۍ ته زيان اوښتی، خو له نېکه مرغه څوک نه دي پکې وژل شوي.

او په قاهره کې د مصر د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په بغداد کې د هغوی پر سفارت په بريد کې د هغوی هېڅ کوم کارکوونکی نه دی وژل شوی.

عيني شاهدانو ويلي چې له چاودنې سره د نژدې ټولو ودانيو ښيښې ماتې شوې دي.

وړاندې د عراق پوليسو ویلي وو ۲۵ تنه هغو ټوپکمارو ووژل چې د عراق د پوځ کالي يې اغوستي وو.

ويل کېږي چې وژل شوي کسان په سيمه کې د هغې سني ملېشې پلويان وو چې له القاعدې سره مخالفت کوي.

ورته مطالب