بغداد: چاودنو لږ تر لږه ۴۱ تنه ووژل

په بغداد کې يوه چاودنه

د عراق پلازمېنه بغداد دريو ځانمرگو بريدونو و لړزوله چې ظاهرا" پکې بهرني سفارتونه په نښه شوي وو.

دوه بمونه د بغداد په لوېديځو څنډو کې د مصر، جرمني او سوريې سفاتونو ته څېرمه وچاودل، خو درېيم يې د ښار په زړه کې د ايران د ډېپلماتيکې استازۍ پر وړاندې والوت.

امنيتي ځواکونه وايي لږ تر لږه ۴۱ تنه وژل شوي او تر دوو سوو ډېر نور ټپيان دي.

دوه لومړني بمونه د يوې دقيقې په توپير يو په بل پسې، په منصور کې وچاودل.

دا د ښار په لوېديځو څنډو کې خورا ښايسته سيمه ده چې ډېری سفارتونه پکې پراته دي.

د مصر، جرمني او سوريې سياسي استازيو ته په دې چاودنو کې زيان اوښتى دى.

خو د سفارتونو شاوخوا امنيت ټينگ دى او د چاودنو اصلي زور پر لارويو راغى:

((دغه موټرې څنگه له دومره امنيتي پاټکونو څخه تېرې شوې او د بې دفاع خلکو په منځ کې وچاودې، چې ورسره کوچنيان او بېوزلي ووژل شول؟ ))

دا د يوه قهرېدلي کس پوښتنې وې چې له چاودنې روغ وتلى دى.کميس يې په وينو ککړ و.

يوه يا څو دقيقې وروسته بل ځانمرگي خپل موټر د ايران پر سفارت، چې د ښار زړه ته نژدې پروت دى، وچاود.

دلته هم د نژدې ودانيو او سړکونو خلک په مړو او ژوبلو کې وو.

دې ته ورته سره پېيلو هم مهالو ځانمرگو بريدونو په تېر زمري، تلې او ليندۍ کې هم بغداد ځپلى و.

په مرغومي کې درې نورو هممهاله بريدونو د ښار په زړه کې مېلمستونونه په نښه کړي ول.

اوس د سفارتونو وار دى اوياغيان په دې سره په ښکاره دا ښودل غواړي چې نه يوازې د سره پېيلو همغږو بريدونو د کولو وړتيا لري، بلکې هر ځل کولى شي جلا موضوع هم ورته غوره کړي.

سره له دې چې دغو بريونو دلته وېره گډه کړې خو د بريدونو دا لړۍ په څه له پاسه دوو مياشتو کې لومړنۍ ده او دا هغه پړاو دى چې ټاکنې په کې ترسره شوې، هغه ټاکنې چې ياغيانو يې د گډوډولو ټټر وهلى و، خو ويې ونشوکړاى.