پاکستان کې بېلابېلو بريدونو ۴۲ نه ووژل

پاکستان کې د اورپکو بريدونه ډېر شوي.
Image caption پاکستان کې د اورپکو بريدونه ډېر شوي.

پاکستاني پوليس وايي په کوز دير کې د عوامي نېشنل پارټۍ د يوې غونډې ځای ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

لومړني رپوټونه وايي يوه ځانمرګي بريد کوونکي د غونډې د ګډونوالو په منځ کې خپل ځان چوولی چې د خبري سرچينو په وينا ۲۰ تنه پکې ووژل شول.

د عوامي نېشنل ګوند يوه وياند ويلي دوی د سرحد ايالت لپاره د خيبر پښتونخوا د نامه د لمانځن غونډې په موخه راغونډ شوي ول، چې ځانمرګی بريد وشو.

بل خوا د خيبرپښتونخوا په صدر کې د امريکا پر کونسلګرۍ او دوو امنيتي پوستو بريدونو او نښتو ۲۲ تنه وژلي دي .

د پاکستان تلوېزيون د پېښې د ځای انځورونه خپاره کړي، چې له سيمې تورې لوخړې پورته کېږي.

عينيش اهدان وايي چې د چاودنو او نښتې ځای ته څېرمه د پوځيانو د اوسېدو ځای او د امريکا کونسلګري موقعيت لري .

تر اوسه کومې رسمي سرچينې نه دي ويلي چې په چاودنو او نښتو کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

پېښور کې د پوليسو يوه مشر اختر منير بي بي سي ته وويل د صدر په ګورا قبرستان سيمه کې د امريکا کونسلګرۍ ته نژدې درې چاودنې شوې، او بيا نښته پيل شوې، چې تر دې دمه يې غږونه اورېدل کېږي.

ښاغلي منير دا هم ويلي چې سيمه يې د ترافيکو پرمخ تړلې ده .

عيني شاهدانو ويلي د امريکا کونسلګرۍ مخې ته له ولاړو ګاډو لوګي پورته کېږي.

په سيمه کې د سراج افريدي په نامه يوه عيني شاهد رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې تر بريد وړاندې يې دوه ګاډي وليدل، چې د کونلسګرۍ پر لور تېز روان ول، يو يې وچاودېده او بيا د راکټو او لاسي بمونو نښته پيل شوه .

نوموړی وايي بريد کوونکو کونسلګرۍ ته څېرمه پر يوې امنيتي پوستې بريدونه پيل کړل .