هند: ماويست ياغيانو ۷۲ پوځيان ووژل

ماويست ياغيان
Image caption د هند لومړي وزير منموهن سينګهـ ويلي "ماويست ياغيان د هند د ننه يوه له سترو امنيتي ننګونو بلل کېږي. "

د هند د کورنيو چارو وزير پي چدامبرم ويلي په چهتيسګړهـ ايالت کې د ماوي ياغيانو هندي پوځيانو ته کمین نیول و، چې په ترڅ کې يې ۷۲ هندي پوځيان وژل شوي.

د هند د کورنيو چارو وزير پي چدامبرم ويلي ماويست ياغيانو په چهتيسګړهـ ایالت کې هندي پوځيانو ته کمين نيولی و، چې په ترڅ کې يې ۵۵ پوځيان ووژل .

ښاغلی چدامبرم وايي ((دا خونړی برید د ماويست ياغيانو په وحشت دلالت کوي.))

د هند د دانتيوادا ايالت د سيمه ييزې ادارې مشر بابا کانګالي وايي په بريد کې ۷۲ هندي امنيتي سرتېري د ماويست ياغيانو په کمين کې وژل شوي .

د سه شنبې په سهار وختي د هندي پوليسو د ګزمې یوه ډله پوځيان د ماويست یاغيانو په سيمه چهتيسګړهـ کې د تېرېدا په حال کې وو چې له کمين سره مخامخ شول .

هندي پوليس وايي کله ماويست ياغيانو لومړی پر امنيتي پوځيانو ډزې وکړې، بيا يې خښ کړای شوي ماينونه وچوول او سخته نښته يې وکړه .

پوليس وايي چې د ۶۲ پوځيانو مړي يې د چورلکو په وسیله د پېښې له ځايه لېږدولي او د نورو په انتقال بوخت دي.

رپوټونه وايي د امنيتي پوځيانو يوه ډله وژل شوي کسان هغه ډله ده، چې د خپلو نورو ملګرو مرستې ته پر لاره ول.

د ويلو ده چې په تېرو کابو شلو کلونو کې د هندي حکومتي پوځيانو او ماويست ياغيانو ترمنځ په اړدوړ او نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي دي .

ماويست ياغيان د چيني جلا شوي مشر ماوتچي تونګ تر مشرۍ لاندې فعاليت او بريدونه کوي.

دوی وايي چې د بې وزله کروندګرو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي چې هغوی ته د کار کولو زمينه برابره شي.

ماويست ياغيان د هند په نژدې شلو ايالتونو کې فعال دي .

په دې وروستيو مياشتو کې هندي حکومت په د ماويست ياغيانو پرضد يو لړ عمليات هم وکړل، چې ګني کمزوري به شي او وسلې به پرځمکه کښېږدي .

خو د دغه بريد په ترسره کولو سره داسې ښکاري چې دغه ياغيان لانور پسې زړور شوي او ډله ييز بريدونه کوي .

ماويست ياغيان وايي هغه وخت به له حکومت سره خبرو ته کښېني، چې د دوی څلور نیول شوي جګپوړي مشران راخوشي شي .

د هند لومړي وزير منموهن سينګهـ ويلي "ماويست ياغيان د هند د ننه يوه له سترو امنيتي ننګونو بلل کېږي. "

ننني بريدونه داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې هم یاغيانو د هند په جنوبي اوريسا ايالت کې د پوليسو پر يوه کاروان بريد وکړ چې لږ ترلږه ۱۰ هندي پوليس وژلي ول او ۱۰ نور يې ټپيان کړي وو.