قرغيزي لاريون کوونکو يوه حکومتي ودانۍ ونيوله

.
Image caption مظاهره کوونکي د ولسمشر قربان بیک باقیوف د استعفا غوښتنه کوي .

د قرغيزستان په تالاس ښارګوټي کې مظاهره کوونکو یوه دولتي ودانۍ بیا نیولې ده .

تر دې وړاندې د بلوا ضد پولیس دغلته ځای پرځای شوي وو خو قهرجنو مظاهره کوونکو پر پولیسو د راکټ او پترولي بمونو بریدونه وکړل .

د قرغيزستان په تالاس ښارګوټي کې د مظاهرو دغه لړۍ وروسته تر هغه پیل شوه چې یو مخالف مشر ونیول شو چې ترې وروسته په زرګونو مظاهره کوونکو یوه دولتي ودانۍ ونیوله، والي یې برمته کړ او د ولسمشر باقیوف د استعفا غوښتنه یې وکړه .

د بي بي سي د منځنۍ اسیا د چارو خبریاله ریحان دیمیتري په دې هکله په خپل راپور کې وايي په څو ساعتونو کې چې د بلوا ضد پولیس د تالاس په ښارګوټې کې دولتي ودانۍ ته د اوښکې بهوونکي ګاز او بې هوښه کوونکي ګرنېټونو په مرسته ورغلل خو پر همدې مهال د مظاهره کوونکو شمېره دوه برابره زیاته شوه او دولتي ودانۍ یې بېرته ونیوله .

عیني شاهدان وايي د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ په اخ ډب کې څو کسان ټپیان هم شول چې په هغو کې هغه پولیس هم شامل دي چې د مظاهره کوونکو مخنیوي ته راغلي وو خو مظاهره کوونکو پرې د تیږو او پترولي بمونو بریدونه وکړل .

راپورونه وايي د پولیسو یو موټر سوځول شوی دی .

د مخالف ګوند یوه فعال د مظاهرې پرمهال وویل حالات ګډوډ دی او داسې نه ښکاري چې مظاهره کوونکي څوک کنترول کړای شي .

په همدې حال کې د قرغيزستان چارواکو د مخالفو ګوندونو یو شمېر مشران نیولي چې په هغو کې د عطا مکین ګوند مشر عمربېک تکيبایف هم شامل دی .

دغه راز په پلازمېنه بشکیک کې سلګونه کسان د یوه بل مخالف مشر د کور مخې ته په دې موخه راټول شوي چې د هغه د نیول کېدو مخنیوي وکړي .

دا مظاهرې په داسي مهال په تالاس ښارګوټې کې کېږي چې مخالف ګوند پلان درلود نن د هېواد په کچه یوه غونډه وکړي .

مظاهره کوونکي د ولسمشر قربان بیک باقیوف د استعفا غوښتنه کوي .