امريکا په دفاعي پاليسۍ کې پراخه بدلون اعلان کړ

اوباما
Image caption اوباما: "موږ خپلو خبرو ته د عمل جامه ورواغوستله"، او په وينا يې دې روغې ته رسېدل د روسيې او متحده ايالاتو ترمنځ د اړيکو د نوي څپرکي پيلامه ده .

امریکا په خپلې دفاعي پالیسې کې د پراخو بدلونونو اعلان وکړ او وايي چې اتومي وسلې به یوازې په ډیرو سختو شرایطو کې کاروي.

ولسمشر بارک اوباما وویل دا بدلونونه په داسي نړۍ کې چیرته چې ګواښ د هیوادونو ترمنځ د کړکیچ له امله نه بلکې د ناپوهه هیوادونو او سخت دریځو له خوا پيښیږي یو مهم ګام و.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا ملي ګټې او متحدین به یې د امریکايي ځواکونو او توغندیو له خوا ساتل کیږي. دا ګام د اتومي وسلو پالیسۍ ته له بیا کتنې وروسته پورته شوی.

دا بیا کتنه د اتومي ترهګرۍ او اتومي وسلو د خپرولو موضوع د امریکا د اتومي پالیسې د جنډا په سر کې ږدي.

د القاعدې له خوا په مسلسله توګه د اتومي وسلو لټه، د ایران اتومي هلي ځلي او د شمالي کوریا د اتومي وسلو خپرول د پاملرنې ټکې دي او په حقیقت کې د تیر بیا کتنې سره پکې همدا توپیر دی.

د بي بي سي یو خبریال وايي دا بدلونونه د ولسمشر اوباما د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي د امریکا تکیه پر اتومي وسلو راکمه کړي.

د دغه تړون وروستي جزييات به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ولسمشرانو اوباما او مدويديف لخوا د پراګ پلازمېنه چيک کې لاسليک او خپاره شي.

د تړون امريکايي برخه وايي چې دا نوی تړون په تېرو دوو لسيزو کې د اتومي وسلو د کمولو يوه مهمه پرېکړه ده .

وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کې ويلي وو د سټارټ نوې تړون چې د اتومي سرکيو د کمولو غوښتنه کوي، د روسيې او امريکا ترمنځ لاسليک کېږي، چې په نړۍ کې نور هېوادونه هم د اتومي د نه خپراوي تړون له مخې خپلې دندې ترسره کړي .

ده زياته کړې وه: "موږ خپلو خبرو ته د عمل جامه ورواغوستله"، او په وينا يې دې روغې ته رسېدل د روسيې او متحده ايالاتو ترمنځ د اړيکو د نوي څپرکي پيلامه ده .

دغه تړون به د يو شمېر ستراتيژيکو اټومي سروکو په کمولو کې چې د دواړو خواوو لخوا يې شمېره د ۱۵۰۰ او ۱۶۰۰ ترمنځ ده مرسته وکړي .

تړون د ١٩٩١ کال د پيل د ستراتيژي پرځاى رامنځته کېږي چې په تېر دسمبر کې یې موده پاى ته ورسېده .

اوباما ويلي وو: ((د نړۍ تر ټولو دوه لوی اتومي ځواکونه متحده ايالتونه او روسيه په دې موافقې همداراز غواړي دا خبره په ډاګه کړي چې موږ غواړو مخکښ شو، د اتومي نه خپراوي تړون ته د خپلو ژمنو په ساتلو موږ د دغو وسلو د نه خپراوي نړيوالې هڅې پياوړې کوو او نور هېوادوونه هم باید خپل مسؤولیتونه سر ته ورسوي)).

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن هم ويلي ووروسيه او متحده ايالتونه لاهم په نړۍ کې په سلو کې ۹۰ اتومي وسلې توليدوونکي هېوادونه دي، چې په وينا يې " موږ د خپل ولس د ساتنې لپاره دومره لويو اتومي وسلتونونو او سترو سرکیو ته اړتيا نه لرو."

ورته مطالب