ايران وايي اتومي هڅې نورې چټکوي

احمدي نژاد وايي هيواد يې د اتومي وړتيا څښتن دى

ايران د خپلې اټومي ورځې د نمانځنې پر مهال په ډاگه کړه چې خپل اټومي پروگرام لا نور هم چټکوي.

ولسمشر احمدي نژاد د سنټرېفيوژونو د يوې نوې بڼې د ورپېژندنې پر مهال وويل چې هغه به د يورانميو په پخولو کې شپږ ځله اغېزناک وي.

ښاغلي احمدي نژاد وويل ايران دادى د اټومي وړتيا څښتن شوى، که د غليمانو خوښه وي او که نه .

د ايران حکومت د خپلې اټومي ورځې څلورمه نمانځنه په اټومي برخه کې د خپلو برياوو د ځلولو او له ځان سره د چلند پر سر د لوېديځ دغندلو لپاره وکاروله.

د نوي پروگرام مرکزي ټکى د سنټرېفيوژونو ديوه بل نسل را ايستل دي. دغه نوي وسايل پخپله ولسمشر احمدي نژاد نورو ته وروپېژندل:

"تاسې يوازې ددې نن ورځې برياوو ته نظر واچوئ. شپيته زره سنټرېفيوژونه د نطنز په اټومي بټۍ کې درول کېږي. د لومړي نسل دا سنټرېفيوژونه د يوه برېښنا کوټ د يوه کال سونتوکي چمتو کولى شي. که چېرې د لومړي نسل سنټرېفيوژونو ځاى نويو ته ورکړو، چې ټول يې پخپله ايران جوړ کړي، په شپيتو زرو سنټرېفيوژونو سره د شپږو برېښناکوټونو سونتوکي چمتو کېدلى شي. "

که هسې په عادي نظر ورته وکتل شي نو دا له پولادينو ډبيو پرته بل څه نه دي.

خو د ايراني مشرانو په خبرو، نوي سنټرېفيوژونه به ايران ددې جوگه کړي چې يورانيم شپږ ځله لا اغېزمن پاخه کړي.

اندېښنه

د لوېديځ اندېښنه پر دې ده چې دا کار کولى شي د اټومي بم د جوړولو لپاره د ايران وړتيا نوره هم ډېره کړي.

ايران ټينگار کوي چې دا پروگرام بشپړ سوله ييز دى.

اټومي کارپوهان دې خبرې ته گوته نيسي چې ايران د سنټرېفيوژونو د لومړي نسل په سمه کارونه کې خورا ډېرې ستونزې درلودې او ښايي تر هغو چې دا نوي سنټرېفيوژونه په ډېر شمېر کې عملي فعاليت ته چمتو کړى شي، يو څه وخت ورته په کار وي.

خو له دې سره سره روښانه ده چې ولسمشر احمدي نژاد د پخوا په څېر د اټومي پروگرام موضوع د خپل هيواد د ملي وياړ او مېړانې د يوې نښې په توگه کاروي.

ورته مطالب