په سوډان کې ګڼ ګونديزې ټاکنې پيل شوې

د رای صندوقونه
Image caption د رای اچولو صندوقونه د هېواد هرګوټ ته رسول شوي.

د سوډان وگړي په ٢٤ کلو کې لومړنيو گڼ گونديزو ټاکنو کې برخه اخلي.

نن سهار د رای اچولو بهير پيل شو، دغه لړۍ به درې ورځې دوام ومومي.

١٦ميليونو وگړو نومونه ليکلي، خو ټاکنو ته دې تورنو خورا ډېر زيان اړولى چې وايي په هغو کې د اوسني ولسمشر عمر البشير او د هغه د ملي کانگرس گوند په گټه لاس وهل کېږي .

په بي بي سي کې د افريقايي چارو مدير مارتين پلاټ د سوډان پلازمېنې – خرطوم ته ورغلى دى.

د ټاکنو د ملي کميسيون مشر ابيل الير د ټاکنو په درشل کې د غږېدو پر مهال، د سوډان له ولس نه وغوښتل چې په رايو کې گډون وکړي او له خپل ډېموکراتيک حق نه گټه پورته کړي:

" موږ د هيواد پر وگړو غږ کوو چې د رايه ورکوونکو په هڅولو کې مرسته وکړي چې په راروانو دريو ورځو کې رايو ته ورشي."

خو دا ټاکنې په عمومي ډول د عمرالبشر ولسمشرۍ ته د مشروعيت د ورکولويوه هڅه بلل شوې او رد شوي دي . دى له کله نه چې يې په ١٩٨٩ کال کې تر يوې پوځي کودتا وروسته واک تر لاسه کړ، پر دغه هيواد واکمن دى . مخالفينو پرولسمشر تورلگولى چې د نړيوالې جنايي محکمې له خوا په دارفور کې د جناياتو او د بشريت خلاف جنايتونو په تور د هغه د نيونې تر حکم وروسته هڅه کوي چې خپل واک بيا پياوړى کړي .

په ټاکنو کې د هغه لوى سيال ياسر ارمان چې اوس له درېدو په شا شوى، تور لگولى چې ټاکنې له درغلۍ سره ملگرې دي :

"ملي کانگرس د پخوا په څېر د ټولو تر مخه په رايو کې گوتې وهي،سوډانيان خو هم انسانان دي او له ولسواکۍ پرته ژوند نشي کولى . "

"ښاغلى آرمان وايي: ملي کانگرس د پخوا په څېر د ټولو ترمخه په رايو کې گوتې وهي .سوډانيان خو هم انسانان دي او له ولسواکۍ پرته ژوند نشي کولى. "

خو سياسي گوندونه سخت وېشلي دي. ځينو يې له ټاکنو نه پښه ايستلې، خو نور له سره په کې درېدلي دي .

نړيواله ټولنه دې ټاکنو ته له زورواکۍ نه د لېرې کېدو د يوه گام په سترگه گوري .

خو په مخالفه خوا کې د ډېرو نظر دادى، چې په دې کې د ولسواکۍ هېڅ نشته او سوډان به پر لا نور ژور کړکېچ کېباسي .

بل خوا د سوډان د ټاکنو د کمېسيون مرستيال عبدالله احمد عبدالله په خرطوم کې خبريالانو ويلي چې"پوهېږو او وينو چې په ټوله نړۍ کې بشپړې ټاکنې نه ترسره کېږي، او دغه ټاکنې يوه استثنا ده. "

ښاغلی عبدالله ټينګار کوي چې دغه ټاکنې به "په سوډان کې د پوره ديموکراسۍ د پلی کېدو وسيله نه وي، خو موږ اړ يو چې د ديموکراسۍ د ټينګښت لپاره يو ځل، دوه ځلې او ان درې ځلې ټاکنې وکړو."