پولنډيان د خپل وژل شوي ولسمشر وير کوي

پولنډ
Image caption په وژل شوو کې د ولسمشر غبرگولى ورور ، پخوانى لومړى وزير يارو سلاو کچنسکي او اوسنى لومړى وزير دونالد تسک هم شامل دي.

روسيه په رسمي ډول د يوې ورځ لپاره د پولينډ ولسمشر او له هغه سره وژل شوو۹۶ نورو کسانو ته د درناوي مراتب پرځاى کوي.

دوى د شنبې په ورځ د روسيي په سويل کې د الوتکې د نسکوريدو په يوه پېښه کې ووژل شول .

دغه کار ته د وارسا او مسکو ترمنځ د بيا پخلاينې د يوې بلې نښې په توگه کتل کېږي، له دې سره سم د روسيي پرتلويزون د (کايتن) د قتل عام پولنډي فلم هم ښوول شوى دى .

په دغه فلم کې د کايتن هغه قتل عام ښوول کېږي چې ويل کېږي په ١٩٤٠ کال د روسيي له لورې د پولينډ د اشغال پرمهال ترسره شوى دى.

د رپوټون له مخې په دغه قتل عام کې د پولنډ ٢٠٠٠٠ د پوځ او پوليسو مشران،ډاکټران،حقوقپوهان، اوداسې نور کسان ووژل شول . کايتن د روسيي د سمولينسک ولسوالۍ په شل کيلو مترۍ کې پروت يو کلى دى .

اخوا زرگونه کسان د پولند د پلازمېنې وارسا په سړکونو کې د خپل وژل شوي ولسمشر ليخ کچنسکي مړي ته د درناوي او پيرزوينو د وړاندې کولو په موخه راوتلي ول.

د کچسنکي تابوت چې د پولنډ په سور او سپين بيرغ کې پوښل شوي و له الوتکې نه د پوځ د يو شمير افسرانو لخوا پداسې حال کې چې سره غالې اچول شوې وه ليږدول کيده .

په وژل شوو کې د ولسمشر غبرگولى ورور ، پخوانى لومړى وزير يارو سلاو کچنسکي او اوسنى لومړى وزير دونالد تسک هم شامل دي.

تر هغه چې په راتلونکو څو وروځو کې ولسمشر کچنسکي خاورو ته سپارل کيږي مړى به يې د ولسمشرۍ په ماڼې کې ساتل کيږي.

ورته مطالب