د هند د ښځو پرانيستي زندانونه

زندان
Image caption نوی زندان زندانيانې د خونو تر شا تړلې نه پريږدې.

د هند د ماهاراشتارا ايالت د پونې د ښارد 17 هکتاره ځمکې په يوه برخه کې درې سوه زنداني شوې ميرمنې په داسې حال کې ژوند کوي چې ر ڼا هم په ډيره سختۍ ويني.

خو د زندان بله برخه همدا اوس تر کار لاندې ده، دلته به ډير ژر، بندي ميرمنې وکولای شي چې په نسبتا ازاده توګه د زندان په ودانې کې وګرځي.

له دې سره به دا په هند کې د ميرمنو لومړنى خلاص زندان وي.

په هند کې دا شان زندانونه د سړو لپاره له 1950 کلونو راهسې موجود و، موخه يې دا وه چې د ښه چلند بنديان به د څو کلونو جيل وروسته د انعام په توګه، يوه نسبتا ښه زندان ته ليږدول کيدل.

د ياراوادا په خلاص يا ازاد زندان کې به ښځينه بنديانې په بهر کې د کار کولو له امله چې تر ډيره به کرهنيز کارونه وي پيسې ګټي او تر هغه هم مهمه دا ده چې، د دوې د جيل پاتې کلونه به نيمايي ته را کميږي.

ښځينه زندانيانې به بهر ته وځي، کسب به زده کوي،څه اندازه پيسې به ګټي او د خپل جيل پاتې کلونه به کوموي.

پرانيستی زندان د چا لپاره

يوازې هغه کسان کولای شي له دې اسانتياو ګټه واخلي چې په قيد محکوم شوي دي نه هغه چې د محاکمې په انتظار کې دي.

حکومتي چارواکي وايي دوی د يراودا خلا ص يا ازاد زندان د پنځوسو ښځو لپاره خالي ځايونو ته ډيری کانديدان ټاکلي دي. خو اړتيا نشته چې ووايو، غوښتنې په کافي اندازه ډيرې دي.

يراودا د هند په مرکز کې تر ټولو زوړ زندان دی او دا 17 هکتاره ځمکه په دې مانا ده چې ډير کرهنيز کارونه لري چې کولای شي بنديان پکې بوخت وساتي.

د زندان مشر جنرال یداب کمبل وويل:

ښځينه بندايانې به تر ډيره د ورځې په کرهنيزو ځمکو کې کار کوي او د شپې به زندان ته راځي. زموږ د کرهنې افسر به دوی ته روزنه ورکړي. ښځينه زندانيانې به بهر ته وځي، کسب به زده کوي،څه اندازه پيسې به ګټي او د خپل جيل پاتې کلونه به کوموي.

چارواکي وايي د زندانيانو د تيښتې ډير لږ خطر موجود دی ځکه که دوی چيرې وتښتي له يوې خوا به خپل وخت په زندان کې له خطر سره مخامخ کړي او له بلې خوا به يې د زندان قيد نه کميږي .

چارواکو خبریالان نه پريښودل چې د يداورا زندان له نژدې وګوري خو يوې ميرمنې چې پخوا په تړلي زندان کې بندي وه وويل ازاد زندان بايد ښه خبره وي.

د بهراتي کيسه

په زندان کې د بهراتي وخت له ترخو خاطرو سره مل و چې د نوموړې په وينا د دې او د دې د ماشومانو پر ژوند يې بدې اغيزې پرايښې دي .

هغه وايي خاوند يې شرابي و، يوه ورځ کور ته راغی را ولويده او مړ شو. چې وروسته بيا دا د هغه په قتل تورنه شوه.

بهراتي ونيول شوه، بندي شوه او دوه کوچني زامن يې يوازې پاتې شوه .دې پروسې مياشتې وخت واخيست او بيا بهراتي وروسته په ضمانت خوشې شوه چې قضيه يې اوس هم په محکمه کې پرته ده.

په زندان کې د بهراتي ستونزې هغو بې شميره ښځينه بنديانو ته ورته دي چې اوس ورسره لاس او ګريوان دي.

ځينې وخت به د ښځو پر جنګ برابره شوې،زه به تل د ماشومانو په اړه انديښمنه وم، يوازې به مې د اوونۍ يو يا دوه وار ليدای شوای، ډيره ستونزمنه وه ځکه چې ما هيڅوک نه درلودل چې زما د ازادۍ لپاره يې پيسې برابرې کړې وای.

د زندان يو مامور چې د شوخوا ٣٠٠ زنداني شويو ساتنه کوي د دې نظر تود هرکلى وکړ

دغه اسانتياوې بايد نورو ښځينه زندانيانو ته هم وغځول شي، که محکومې وي او که يې محکمه روانه وي. د یداورا په زندان کې نارينه بنديان اوس روميان يا سرۀ بانجان ، سبزې، جوار او تور بانجان کري چې بيا يې د زندان په پخلنځي کې کاروي.

ورته مطالب